مینه احمد
هر کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځل کېږي. خو دا ورځ ولې د ښځو ورځ نومول شوې او شا ته یې کوم عوامل پراته وو؟
په (۱۸۵۷م) کال د نیویارک ښار د نساجي فابریکو کارګرو ښځو د خپل انساني کرامت او انساني حقوقو د تر لاسه کولو لپاره لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ، چې د دوی دا هڅه او قرباني به هېڅکله د نړۍ ښځې له یاده ونه باسي.
که څه هم هغه مهال د ځايي چارواکو له خوا د ښځو د اعتراضونه سخت وزپل شول خو دې کار د نړۍ ښځو کې یو نوی روح رابیدار کړ، په حقیقت کې « دا ورځ د ښځو پر وړاندې د ظلم، استبداد، استثمار او نژادي تبعیض پر خلاف د مبارزې د پیل ورځ وه».
په کال (۱۹۰۸م) یعني پوره ۵۱ کاله وروسته د نیویارک د کتان نساجي فابریکې کارګرو ښځو یو ځلې بیا د خپلو حقوقو او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ظلم پر خلاف غږ پورته کړ او یو ځلې یې بیا په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ.
د دې لاریونونو د ځپلو لپاره بیا هم د وخت امریکايي چارواکو شدید اقدامات وکړل، په زځپونکو اقداماتو کې معترضو ښځو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او لږ تر لږه “۱۳۰” ښځو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا ښځې عملاً د فابریکو د مالکانو له خوا په فابریکو کې وسوځول شوې. د دې سوزولو او وژلو عمده هدف دا و، چې په ټوله نړۍ کې د ښځو غږ بیا پورته نه شي او ښځه همېشه د ظلم او تېریو لاندې پاتې شي.
خو د نیویارک ښار د نساجۍ د فابریکو د کارګرو ښځو دا قرباني داسې څه نه و چې نړۍ یې هیر کړی شي.
په کال (۱۹۱۰ م) کې د نړۍ ښځو دا دردناکه واقعه هېره نه کړه او د دوی جرئت او زړورتوب ته یې نوره هم وده ورکړه چې په همدې سبب د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه له سلو نه زیاتې ښځې د دوی د حقونو د غوښتنې لپاره په ډنمارک کې سره راغونډې شوې او د ښځو د انساني حقوقو ساتنې لپاره یې یو پرېکړه لیک صادر کړ.
په کال (۱۹۱۱) کې د اول ځل لپاره د نړۍ مبارزو ښځو په امریکا او اروپا کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه په داسې حالاتو کې ونمانځله، چې په میلونونو ښځو او نارینه وو په کې برخه درلوده. دوی په دې لاریون کې د ښځو لپاره د لومړنیو انساني حقونو د ورکړې غوښتنه کوله. په ټاکنو کې د ښځو ګډون او د رای حق، ښځو ته په سمه توګه د هغوی د کار پیسې ورکول، د کار لپاره اته ساعته ټاکلی وخت، د ښځو د ناروغیو پر مهال هغوی ته بامعاشه رخصتي ورکول او یو لړ نورې غوښتنې یې راپورته کړې او د مارچ اتمه یې د ښځو د همدې ډول حقونو لپاره د مبارزې د ورځې په نوم یاده کړه .
په (۱۹۷۵م) کې ملګرو ملتونو ومنله، چې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په رسمیت وپېژني او د نیویارک د نساجي فابریکې پېښه هېڅکله له یاده ونه باسي.
په کال (۲۰۰۰م) کې د ملګرو ملتونو له خوا د میلونیم ژمنلیک تصویب شو، چې د دې معاهدې اصلي هدف د ښځو او د نارینه وو برابر حقوق په هره برخه کې دي او د ښځې پر خلاف د هر راز تاوتریخوالي منعه اعلان شوي دي.
دا وه د مارچ د اتمې نیټې لنډه تاریخچه ، خو بیا هم ماسره دا سوال نه دی حل شوی چې زمونږ په ټولنه کې دا ورځ ولې او په کوم نیت نمانځل کېږي؟
دوه خبرې:
اول: که د نساجۍ فابریکې ښځو ته وګورو نو مونږ د دې پر ځای چې داسې ورځې ولمانځو چې اصلاً نه زمونږه ورځې دي او نه هم زموږ د ستونزو حل دي، نو زمونږ هره ورځ اتم د مارچ کیدلی شي!
دویم: د یادو ښځو همت او دریځ باید عبرت او د خپلو ناوړه دودونو لکه، ولور، د ښځو بدو کې ورکول، ماشومانې سپین ږیرو ته ودول، په نکاح کې یې رضایت نه پوښتل، د تعلیم حق، مهر او میراث ورکول او دې ته ورته نورو ناوړه دودونو په هکله دغسې په یو موټې او یو غږ په تظاهراتو لاس پوري کړو، نو لرې نده چې جدي قانون ورته وضع او عملي بڼه ومومي. له کرغیړنې ورځې خلاص او بیا دغسې یوه د ښځو د حقونو متستقله نړیواله ورځ ولرو.