شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونعمر دې ډېر شه لالا | استاد سعدالدین شپون

عمر دې ډېر شه لالا | استاد سعدالدین شپون

خلک وايي غني ورک دی، زوړ بوډا و اوس به مړ وي

زه یم ناست د یار په زلفو، د ګل چترجوړوم

په دې وروستیو وختونو کې چې لوستونکي زما پر لیکنو تبصرې کوي نو زیاتره مې دعمر د اوږدېدو دعا کوي. تېره اونۍ مې د کابل څو خاطرې تاند کې خپرې شوی. په هغې باندې څلور واړه تبصرې زما د عمر د اوږدېدو دعاوې وې. همداسې بله تبصره د منلي صیب وه چې په «میدین خې سړی ده» وکړه. هلته خپله لیکنه د یوه پخواني چارواکي په جنازې شروع کوي. مانا په رمازه کې وايی، یوه خو سر وخوړ، بېدار شه چې لمبر ستا دی.

هغه وختونه غوایه وخوړل چې مرګ یو نادره شی و چې په بل کلي، بل چم ګاونډ کې پېښېده. نن ورځ ټولو افغانانو، واړه دي که زاړه، کور په سر لږ تر لږه  یو مړی لېدلی یا یې غېږ کې تر کټه رسولی، یا یې اندامونه راټول کړي. لوستي او منورین خو باید لا ښه پوه شي چې مرګ طبیعي پېښه ده، په دوعا او لورینو نه ځنډېږي.

يا به خواخوږي زما پرله پسې لیکنې ګوري چې یوه یې نه وي لوستې، بله پرې نازله شي،  فکر به کوي چې سړی له خپله مرګه خبر دی نو ځکه یې وروستیو وصیتونو ته بیړه ده. په دغسې وړاندلېدنو کې زما خونده نشته. تر ما آس لا ښه دی چې د زلزلې اټکل پخوا تر پېښېدو کوي او شڼېږي. زه نه یم خبر چې همدا شېبه به مرم که سبا ته او که کال ته، دومره پوهېږم چې بنیادم لره مرګ هم حق دی او هم رغېدن تر نشته. پاړسو کې څومره ښکلي وايي چې:

 دوروز حذر کردنت از مرګ  بجا نېست

روزې که قضا رفته و روزې که قضا نېست

روزې که قضا رفته، کوشش نکند سود

رزوزې که قضا نېست دران مرګ روانېست

د لیکنو ډېرې پروژې راته نیمګړې پرتې دي، نو هېڅ بلې اندېښنې ته نه وزګارېږم. مرګ به خپل کار کوي. زه هغه طالب ته ورته یم چې چا یې کیسه کوله چې په کابل باندې د مخالفانو سخت برید و، خو طالب چارواکی بېغمه لیګا و په دا خله وزارت کۍ یې د مېز د سر دوسیې کتلې او امضا کولې. چې بل سړي ورته ویلي وو چې رييس صیب، درنګ ساعت له به دفتر دېوان درته دړې وړې کړي پا څه چې وتښتو. طالب پاس ورته وکتل، ویې ویل موږ وظیفې سره ویشلي دي، هر سړی به خپل کار کوي. او بېرته د دوسیو په لوستلو لګیا شو.


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۱ م کال د مې په ۲ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب