Homeخبرونهتازه! هرات کې له ایرانه د تازه راغلو کډوالو ډک موټر اور...

تازه! هرات کې له ایرانه د تازه راغلو کډوالو ډک موټر اور اخیستی

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸مه』په هرات ولایت کې ځایي سرچینو تاند ویب پاڼې ته وویل، چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس موټر چې له ایران څخه راستانه شوي مسافر په‌کې کابل ته روان وو، د سړک پر غاړه له بل موټر سره ټکر شوی او اور یې اخیستی دی.

ځایي سرچینې زیاتوي، چې موټر په بشپړه توګه سوځېدلی او شاوخوا ۶۰ تنه مسافر په‌ کې په مړه شوي دي.

ځایي طالب مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د نظر خاوندان وایي افغان یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې تر جګړې وروسته پکې ترافیکي له ډېرو خلکو ژوند اخلي او لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي یادوي.
نور جزیات وروسته…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....