تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸مه』د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کليزې نمانځغونډه کې ویلي، چې ګاونډي هیوادونه دې د افغانستان لپاره سرچپه خوبونه نه ویني.
نوموړي پاکستان کې جوړېدونکې غونډې ته په اشاري سره ویلي، هغه هیوادونه چې غونډې رابولي، باید پوه شي چې د دوی له لوري د کيندل شوي کوهي پر غاړه به د دوی هم لار شي.
متفي وايي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې، د هېواد لپاره چپه خوبونه نه ويني او دا نظام له ډېرو تجربو وروسته جوړ شوی دی.
متقي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وایې، چې ګاونډي او نور هېوادونه دې، له تېرو تجربو درس واخلي.
د نوموړي له خبرو سره هه مهاله پاکستان د طالبانو مخالفو سیایستوالو ته غونډه پلان کړې ده، چې د اګست پر ۲۶ اسلام اباد کې جوړېږي.
په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو ځینې غړي، د ښځو او بشري حقونو فعالان ګډون کوي.
مولوي امیرخان متقي د پاکستان حاکمان دې د شوروي او امریکا له برخلیک څخه عبرت واخلي – Pasht.mp4