جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

‏ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸مه』ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وایې، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې وسله والو د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي.

ځایي خلک وایي د دې کورنۍ یو غړي په جمهوري نظام کې دنده درلوده.

پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د کوز سلطانپور اړوند «بړینې» سیمه کې شوې او پکې څلور ماشومان، یوه ښځه او یو سپین ږېری وژل شوي دي.

د وژل شوې کورنۍ یو غړی د جمهوري حکومت پرمهال نظامي دنده درلوده خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د سر خوندیتوب لپاره جرمني ته کډوال شوی او هلته اوسېږي.

په دغه پېښه کې د نوموړي پلار مور او مېرمن او بچیان وژل شوي دي.

د دې پېښې انګېزه مالومه نه ده او نه هم طالبانو د دې پېښې په اړه د چا د نیولو خبره کړې ده.

د طالبانو واکمنېدو سره د جمهوري نظام امنیتي ځواکونه په نښه کېږي، خو په ډېرو کمو پېښو کې د دوی د کورنۍ غړي وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو وروستي رپوټ کې هم اندېښنه ښودل شوې چې په تېرو دریو میاشتو کې د جمهوریت ۷ نظامیان وژل شوي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب