جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه ناسته سبا په کابل کې...

د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه ناسته سبا په کابل کې ترسره کېږي

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸مه』د پاکستان د “نیشن” ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې سبا چهارشنبه (د اسد ۲۰مه) پاکستان، افغانستان او چین په کابل کې درې اړخیزه غونډه وکړي، څو د ترهګرۍ ضد همکارۍ، اړیکو، سولې، پراختیا او سوداګرۍ په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د داسې یوې درې اړخیزې ناستې کوربه کېږي او د هېواد د اقتصادي او امنیتي راتلونکي د ارزونې لپاره د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران کابل ته بلل شوي دي.

د راپور له مخې، په دې یوه ورځنۍ غونډه کې به ټول هغه موضوعات وڅېړل شي چې د افغانستان له سولې، امنیت او پراختیا سره تړاو لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به له خپلو لوړپوړو پلاوي غړو سره په دې غونډه کې ګډون وکړي.

وروستۍ درې اړخیزه ناسته د همدې درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د روان کال د مې په ۲۱مه نېټه په بیجینګ کې ترسره شوې وه.

د سبا ورځې درې اړخیزه غونډه به په کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ د تېرې ناستې مهمې لاسته راوړنې وڅېړي.

د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراختیا او غځولو موضوع، سولې، امنیت او پرمختګ سربېره د هغو ترهګرو ډلو فعالیتونه،چې د افغانستان په خاوره کې شتون لري، د دې غونډې د اساسي بحثونو برخه جوړوي.

د راپور په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د اسد په ۲۰مه ماښام اسلام‌اباد ته ولاړ شي، څو د پاکستان او چین په کلني ستراتیژیک ډیالوګ کې چې د اسد په ۲۱مه په اسلام‌اباد کې کېږي، برخه واخلي.

2 COMMENTS

  1. د مقالی لیکونکی لطفا نیټه او تاریخ صحیح لیکه چی لوستونکی په اشتباه کی نه غورزیږی ددی متن تاریخونه هم غلط دی اصلاح یی کړی

  2. زه نه پوهیږم چې طالبان ځانونه یا نور غولوي،
    باید پرته له کوم شرط څخه چین ته غوږ ونه نیسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب