جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهحامدکرزي د خپلواکۍ په مناسبت پیغام کې پر زده کړو او ملي...

حامدکرزي د خپلواکۍ په مناسبت پیغام کې پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸مه』د افغانستان ‏پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی.

کرزي دې لاره کې د هېواد د ټولو «شهیدانو» روح ته دعا کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان ولس په عزت او قوي ارادې سره د ملتونو منځ کې د مناسب ځای ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه.

د نوموړي په باور دا ارزښتناک میراث ساتل او نسلونو ته سپارل هغه وخت ممکن دي، چې افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه له دایمي سولې او ثبات برخمن وي او خلک زده کړې وکړي.

حامد کرزي زیاته کړې، چې د افغانانو ترمنځ د ملي اتحاد او یووالي د پیاوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره ملي تفاهم حتمي او اړین دی.

دا هغه څه ته اشاره ده چې طالبانو تېرو څلورو کلونو کې رامنځته نه کړ.

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ده چې شاه غازي امان الله خان د افغان ملت په سختو قربانیو او سرښندونو په ۱۹۱۹ کال کې له انګرېزي ښکېلاکه اعلان کړه.
https://taand.net/?p=257616

1 COMMENT

  1. کرزی صاحب ته چی دیارلس کاله د قدرت په ګدی ناست وی او اوس د ملی تفاهم خبری کوی ډیر شرم دی تا په دی دیارلس کلنه اوږده موده کی د ملی تفاهم لپاره څه وکړل بی له دی چی لنډغرو ته دی د لنډغریزم موقع مساعده کړی وه نور څه لاسته راوړنه خو نه لری د قطر په هیواد کی دی د طالبانو بیرغ د هغوی په دفتر نشو زغملای اوس یی د ارګ دپاسه څنګه زغمی اوس هغه لنډغرو ته جی ستا نژدی ملکری وه ووایه چی راوړاندی شی د هیواد په ابادولو کی لاسونه سره ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب