تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د افغان کډوالو مرسته کوونکې خیریه اداره (AfghanEvac) وايي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېرو هغو افغان کډوالو ته چې د موقت پارول (لنډمهاله استوګنې) پروګرامونو پر اساس امریکا ته داخل شوي وو، د امریکا د کډوالو چارو ادارې ویلي چې ژر تر ژره له دې هیواده ووځي.
د دې ادارې په وینا، ګڼو افغان کډوالو ته خبرتیاوې لېږل شوي چې پکې ویل شوي: د دوی پارول ختم شوی او باید د اوو ورځو په موده کې له متحدوایالتونو ووځي.
د AfghanEvac مشر، شان وېن ډایور ویلي، افغان اتباعو ته ــ په ځانګړې ډول هغو کسانو ته، چې د CBP One ګرځنده اپلېکېشن له لارې امریکا ته داخل شوي، په دې وروستیو کې په زیاتېدونکي ډول داسي خبرداري ورکول کېږي.
AfghanEvac په یوه بیان کې ویلي: «د پام وړ خبره دا ده چې دا خبرتیاوې، چې د CBP One له لارې داخل شویو کسانو ته ورکړل شوي، غالباً باوري ګڼل کېږي، او ډېرو کسانو دا خبرتیاوې ترلاسه کړې دي.»
AfghanEvac له اغېزمنو افغانانو غوښتي چې له هېواده تر وتلو مخکې خامخا له قانوني مشاور سره مشوره وکړي.
دا خبرتیاوې داسې مهال ورکول کېږي چې د ټرمپ ادارې د شاوخوا ۱۴,۶۰۰ افغانانو او ۷,۹۰۰ کامرونیانو لپاره د موقتي خونديتوب وضعیت (TPS) د ختمېدو اعلان وکړ. د امریکا د کورني امنیت وزارت تایید کړې چې د افغانانو لپاره دا خوندیتوبونه به په مې (May) میاشت کې ختم شي، او د کامرونیانو لپاره به دا مهال د جون (June) میاشت وي ـ دا هر څه د ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ د پالیسیو د پراخ بدلون یوه برخه ده.
د مهاجرو ملاتړو ادارو خبرداری ورکړی چې د دې خوندیتوبونو ختمول به زرګونه کسان له جبري ایستلو او نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي.
دا لیکونه اکثره خلکو ته اشتباه ورغلي. دا یواځې د هغو افغانانو لپاره دي چې په غیری قانوني ډول د مکسیکو له لارې امریکا ته وراوښتي. نورو هغو افغانانو ته چې دا لیکونه ورغلي کوم چې په ۲۰۲۱ کې امریکا ته راوړل شوي هیڅ ستونځه نشته.