Homeخبرونهپاکستان په تېرو ۱۲ ورځو کې کابو ۳۰ زره افغان کډوال ایستلي

پاکستان په تېرو ۱۲ ورځو کې کابو ۳۰ زره افغان کډوال ایستلي

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۲۳مه】پاکستان د اپریل له لومړۍ نېټې تر اوسه په شاوخوا ۱۲ ورځو کې ۲۹زره ۷۴۴ هغه کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته استولي، چې د دوی په وینا ناقانونه وو.

د پاکستان حکومت دې کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي.

بل لورته د پاکستان له حکومته شکایتونه کېږيو.چې له کډوالو سره تاوتریخوالی او له سپکاوي ډک چلند کوي او مالونه او شتمنۍ یې ایساروي.

د کډوالو ملاتړ سازمانونه له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند غندي او دا ظالمانه بولي.

د ملگرو ملتونو کډوالو اداره وایي چې لا هم په پاکستان کې څه باندې ۱ ملیون او ۳۰۰ زره افغانان په قانوني ډول ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي، افغان سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار پروېز خټک سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، د کډوالو په اړه د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره په پایلو خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز دواړه لورو د دوه اړخیزو اړیکو برخه کې د شته ستونزو په اړه هم خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...