Homeخبرونهد هرات په صنعتي پارک کې اور لګېدو د میلیونونو افغانیو تاوان...

د هرات په صنعتي پارک کې اور لګېدو د میلیونونو افغانیو تاوان اړولی

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲مه) د هرات په صنعتي پارک کې د کارټن جوړولو په یوه لویه فابریکه کې لوی اور لګېدلی چې له امله یې د سیمه‌ییزو پانګه‌والو په وینا، تر ۱۰ میلیون ډالره زیات مالي زیان اړولی دی.

د هرات د صنايعو او کانونو د خونې مشر، حمیدالله خادم، ویلي چې اور د فابریکې او ودانۍ شاوخوا ته پراخ زیان اړولی دی. ویل کېږي چې اور د جمعې په ورځ بل شوی او تر نن (شنبې) سهار پورې یې دوام وکړ.

د طالبانو د ولایتې چارواکو په وینا، اور څو ساعته بل و، خو وروسته تر کنټرول لاندې راوستل شو. د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د اوروژنې ټیمونه سمدلاسه سیمې ته ورسېدل او څو ساعته یې په اور وژلو ولګول.

تر اوسه د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی. د اور د لګېدو علت تر څېړنې لاندې دی.

د افغانستان په صنعتي او تجاري مرکزونو د اورلګېدو پېښې بیا بیا کېږي خو د دې لپاره چې د تکرار مخنیوی یې وشي، پر عواملو یې چندان غور نه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...