شاه محمود میاخېل
په افغانستان کې د امریکا د شتون په هکله د امریکا د جنګ د ارزونې کمیسون (د اپریل ۱۱ مه) په کانګریس کې استماعیه غونډه درلوده. د دې غونډې یوه برخه ما واوریده خو له بده مرغه بهرنیانو او هم قانوني صیب او داودزي صیب چې کوم نظر ورکړ چې د جمهوریت سقوط مهم لامل متمرکز سیستم و، سمه نه ده.
هر ډول نظام چې وي، د رهبرۍ او د حکومت د ټیم رول مهم دی چې حاکمیت د قانون او حکومتولۍ د ښه والي لپاره کار وکړي.
د جمهوریت متمرکز نظام، خو شل کاله دوام وکړ خو که غیر متمرکز نظام وای، شاید پنځه کاله یې هم دوام نه وی کړی ځکه افغانانو ولیدل چې وروسته د پارلمان د اکثره وکیلانو او لوړ رتبه مامورینو سرونه په یو ځای او پښې او لاسونه یې بل ځای په نورو هیوادونو کې و.
امریکا او متحدینو یې ولیدل چې د جمهوریت مشران او سیاسیون د دوی ستراتیژیک پارټنران نه دي نو د ۲۰۰۹ زکال نه یې علني د وتلو اعلان وکړ خو د جمهوریت مشرانو او سیاسیونو تر اخره پورې دا نه منله.
خو د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونه پوهیدل چې امریکا د افغانستانه وځي نو ځکه یې طالبان تقویه او باالاخره د امریکا په شمول ټولو له طالبانو سره مخفي رابطې درلودې. همدې خوش باوري جمهوریت سقوط کړ.
له دې کبله، د جمهوریت سقوط اصلي لامل هغه کسان و چې په جمهوریت کې یې مهمې دندې درلودې خو په جمهوریت یې باور نه درلود. د حکومت مشرتابه، کرزي صیب او هم ډاکتر صیب اشرف غني او ورسره ټیم یې د ښې حکومتولې او قانون د تطبیق په عوض، معامله ګرې ته دوام ورکړ او جمهوریت لکه لنګه غوا هر چا لوشله، خو د غوا د صحت او تقوې پروا یې نه درلوده تر څو چې غوا مړه شوله.
دلته هدف د جکهوري نظام ثبات نه و بلکې د نظام د ثبات په عوض امتیاز ګیري وه چې نتیجه یې ورنه کړله. که راتلونکې کې هم هر نظام جوړیږي او هدف یوازې امتیازګیري وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي.
البته نړیوال او سیمه ایز اړخونه هم د جمهوریت سقوط لامل و خو هغه باید په جدا کانټیکسټ کې پرې بحث کیدلې شي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول
يو خو مې د توطیې و فساد هېڅ داسې آخور ونه ليد چې داوودزي صاحب سرپکې نه وي دننه کړی او شخوند پکې نه وي وهلی.
داوودزي ته عرض شود چې د نظام د زوال علت د فساد و ګنده ګۍ هغه جوال و چې ده يې شل کاله خوله نيولې وه او چې ډک به شو، بيا به يي له ځانه اووښ جوړ کړ په شا به يي کړ.
داوودزي صاحب شل کاله داسې برکتي جوالي ګري وکړه چې دی پکې میلیونر شو خو وطن پکی دربدر…
خو داوودزي صاحب خپلو سترګو کې د شرم ضد داسې لينزونه نصب کړي چې څلوېښت ميليونه افغانانو اتيا ميليونه سترګو ته بيا هم رډ رډ ګوري او ورته وایي، بل دور جواليتوب ته هم تیار يم.
زما په نظر د جمهوریت د سقوط اساسی عوامل
له 2001 نه تر 2021 کلونو پورې د واک اساسۍ برخه د نااهله شوری نظار او د جمعیت تنظیم د بېسواده غړو د یکه تازانو په لاس کې وي ، چې بالاخره د دوی له لاسه دا جمهوریت هم د تاریخ کندې ته وسپارل شو.
د ولسمشر اول مرستیال او د دفاع وزارت ، د کورنیو چارو وزارت ، د خارجه چارو وزارت ، د ملي امنیت ریاست څوکۍ د داسې جاهلو او غیر مسلکي کسانو په لاس کې وي ، چې په زرګونه بیګناه پښتانه د دوی د تعصب او ظلم له لاسه شهیدان شول. په لکونو نور بندیان او شکنجه شول . د دوی د کورنۍ غړو له مجبوریته د پنجاب او نورو ګاونډیو خوا ونیوله او د هغوی له خوا د ټالبانو ډلې بیا فعالې او د دواړو خواوو یعنې دولت او ټالبانو له لاسه پاته ولس د غم او ماتم په ټغر پاته شو.
که په افغانستان کې هر ډول راتلونکی دولت جوړیږي ، باید هغه کسان چې د شورای نظار ، جمعیت ، جنبش ، حزب وحدت یا وحشت په نومونو یې دا شل کاله مزې چړچې وکړې ، په هېڅ صورت سره بیا را نه شي . په دې جمله کې د قسیم فهیم کورنۍ ، محمد یونس غیر قانوني دیپلوماته کورنۍ . خورد ضابط اسمعیل خان ، صلاح الدین رباني ، بسم الله خان پشقل ، کریم خلیلي ، حاجي محمد محقق ، د تشناب پاکوونکو رحمانیان او نور راځی .
هغه دموکراتان چې لکه پخواني ګل خانان چې دوه سره یې درلودل یو یې د پنجاب او بل یې د کابل په خدمت کې وولکه ډاکتر سپنتا ، سید مخدوم رهین ، داودزی ، رحمت الله نبیل ، محب ، فضلي او همداسې نور.
زموږ اکثره سیاسی – اجتماعی تحلیلګران خپل نظریات په هغه لِفافه کی بیانوی کوم چی د پرانستلو وړتیا نلری ( د تحلیل د لِفافی او پاکټ هره برخه ئی په ټینګو سریښو لړلې ده). البته دا کړنه ئی یوازی د ځان تیر ایستنه او کاذب تسکین دی او بس.
د امریکا د خارجه چارو وزیر ( جان کِری ) د سپین سترګی څخه ډک اقدام ( د اشرف غنی پر اوږو باندی د عبدولا عبدولا د فاسد بانډ تپل د جمهوریت د سقوط د پیل لومړنی او اساسی سټارټ ګڼل کیږی. او بس ) بناً د نورو استدلالانو توږل اضافی ګوزو ته ورته دی.