تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان وکړ چې د زرګونو افغانانو د ایستلو په وړاندې موقت ملاتړ پای ته رسول شوی دی.
د دغه وزارت ویندویې تریشا مکلافلین پرون (جمعه) وویل چې هغه د استوګنې ځانګړی وضعیت چې د “ایستلو پر وړاندې د موقتې محافظت (TPS)” په نوم پېژندل کېږي او زرګونو افغان او کامروني وګړو ته ورکړل شوی و، لغوه شوی دی.
د دې پرېکړې پر بنسټ، زیات شمېر افغان پناه غوښتونکي چې مخکې یې دغه استوګنیز وضعیت درلود، اوس ښایي د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شي. اټکل کېږي چې د دې پرېکړې له عملي کېدو سره، شاوخوا ۱۴ زره او ۶۰۰ افغان وګړي به تر مې میاشتې پورې د ایستلو له خطر سره مخامخ شي.
د دغه اقدام پر اساس به، چې د مهاجرت پر وړاندې د ټرمپ د ادارې د پراخو سیاستونو برخه بلل کېږي، شاوخوا ۷ زره او ۹۰۰ کامروني وګړي هم تر جون میاشتې پورې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې همداراز ومنله چې د کورني امنیت وزیر د ارزونې له مخې، د افغانستان او کامرون اوسنی وضعیت داسې نه دی چې د دغو هېوادونو د وګړو لپاره د دې محافظتي حالت دوام توجیه شي.
د ټرمپ ادارې مخکې تر دې، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې قانوني اسناد یې نه لرل، د مرکزي امریکا کاستاریکا هېواد ته ایستلي وو.
د “موقتې محافظت” پروګرام هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې له طبیعي افتونو، وسلوالو شخړو یا بېړنیو پېښو سره مخامخ وي. دا ډول استوګنیز وضعیت عموماً له ۶ تر ۱۸ میاشتو لپاره ورکول کېږي او د تمدید وړ وي. د دې وضعیت ترلاسه کوونکي، د استوګنې په موده کې د ایستلو له ګواښ څخه خوندي وي او د امریکا دننه د قانوني کار اجازه هم ترلاسه کوي.