تاند【شنبه د حمل ـ وري ۲۳مه】د طالبانو د حکومت کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د لغمان د قرغیو والسوالۍ په سرخکانو سیمه کې یې له پاکستانه د راستنېدو افغان کډوالو لپاره یو لنډ مهالی مېشت غالی جوړ کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې مېشت غالي کې د کډوالو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
کډوالو ته د ښاروالۍ له لوري د اوبو، ټرانسپورټ خدمات او همکارو ادارو له خوا اړین توکي چمتو شوي دي.
سرچینې دغه راز په یو بل خبر کې ویلي، چې ۲۶۳ افغان بندیان یې هم د پاکستان له زندانونو ازاد کړي دي.
یاد وزارت د کندهار سپن بولدک سرحدي امریت له قوله خبر ورکړی، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې په بند کې تر پنځو ورځو تېرېدو وروسته راخوشې او بېرته هېواد ته راستانه کړای شول.
پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خورا د اندېښنې وړ بلل کېږي.
سرچینې وایي د جبري ایستنې ترڅنګ پاکستاني پولیس کډوال وهي، ډبوي او د کور توکي تر ایساروي.
افغان لوري له پاکستانه غوښتنه کړې چې افغان کډوال دې په عزت دې لوري ته راواستوي.
AFGHANISTAN MUST CLOSE PAKI EMBASSY IN KABUL AND INVITE AFGHAN EMBASSADORE TO KABUL AND CLOSE ANY KIND BUSINESS WITH PAKISTAN, AFGHANS DO NOT WANT PAKI FAKE SUPPLIES AND FISH OLD CHICKEN,
STOP DEPLOMACY WITH STEP SONS OF BRITISH
THANK YOU