Homeخبرونهافغان او پاکستاني لوري د کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

افغان او پاکستاني لوري د کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۲۳مه】پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي، افغان سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار پروېز خټک سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، د کډوالو په اړه د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره په پایلو خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز دواړه لورو د دوه اړخیزو اړیکو برخه کې د شته ستونزو په اړه هم خبرې کړي دي.

د پاکستان حکومت له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له پوره کېدو سره سم له یاد هېواده له کومې همغږۍ پرته د کډوالو ایستلو لړۍ پیل شوه.

وروسته د طالبانو د حکومت رئیس الوزراء په ګډون په نړیواله کچه د پاکستان دغه اقدامات وغندل شو او له دغه هېواده یې په جبري ډول د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه، خو پاکستان په خپل تصمیم کلک ولاړ او هره ورځ په زور افغان کډوال له دې هېواده وباسي.

افغان کډوال وایي، پاکستان یې د شړلو ترڅنګ وهي، ټکوي او مالونه یې هم ترې ایساروي.

افغان لوری بیا له پاکستانه غواړي چې له کډوالو سره دې د انساني اصولو له مخې چلند وکړي او دوی دې په عزت افغانستان ته راواستوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...