Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان تېر کال د ۱۶۵ملیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي

افغانستان تېر کال د ۱۶۵ملیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۲۳مه】د طالبانو د حکومت ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې افغانستان تېر کال د ۱۶۵ ملیونه ډالرو په ارزښت انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، په دې موده کې د افغانستان انځر هندوستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، برېتانیا، کاناډا او هالنډ ته صادر شوي دي.

د هغه په خبره، یادو هېوادونو ته په یاده موده کې ۳۲زره ۸۱۴ ټنه انځر صادر شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړی و، چې افغانستان د تېر کال په ۱۱میاشتو کې د ۱۴ملیونه ډالرو په ارزښت تورې جلغوزې نړېوال بازار ته صادرې کړې دي.

د افغانستان وچه میوه د ښه کیفیت له امله په نړیوال بازار کې ښه نوم او مینه وال لري.

اقتصاد پوهان وایي که دې برخې ته پام وشي نو افغانستان به د وچو میوو له درکه له نړیوال بازاره ډېر عاید ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...