تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۳ مه) د یوې نوې څېړنې له مخې، د انسان مغز په تدریجي ډول نه زړېږي، بلکې په بېلابېلو پړاوونو کې ناڅاپي زوړوالی تجربه کوي. څېړونکي باور لري چې د مغز زوړوالی د ۴۴ کلنۍ (تقریباً) په عمر پېلېږي.
دا څېړنه، چې پایلې یې په علمي مجله «PNAS» کې خپرې شوې دي، د شاوخوا ۱۹ زره او ۳۰۰ کسانو د مغزي تصویرونو پر بنسټ ده، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۹۰ کلونو ترمنځ دي.
څېړونکي د دې څېړنې د پایلو په اړه لیکي: «د مغز شبکې نه یوازې دا چې د عمر په تېرېدو بې ثباته کېږي، بلکې دا بدلونونه غیرخطّي یا تدریجي دي، او د عمر له څلورمې لسیزې (شاوخوا ۴۰ کلنۍ) څخه د مغز د زوړوالي څرګندې نښې راڅرګندېږي.» د دوی په وینا، د انسان مغز د شاوخوا ۴۴ کلنۍ په عمر کې د زوړوالي چټک پړاو ته داخلېږي، او دا بهیر د ۶۷ کلنۍ په عمر کې نور هم شدت مومي، خو بالاخره د ۹۰ کلنۍ په شاوخوا کې دغه زوړوالی ثبات پیدا کوي.
له ۴۰ کلنۍ وروسته د مغزي حجرو د انرژۍ کمښت
مخکیني تحقیقات ښيي چې زوړوالی ښايي د مغز د عصبي پیغامونو د انتقال لپاره د اړینې انرژۍ له کمښت سره تړاو ولري. نوې موندنې ښيي چې دا انرژي له شاوخوا ۴۰ کلنۍ څخه راکمیږي او ښايي له انسولین سره د بدن د مقاومت له امله وي. له دې عمر وروسته، مغزي حجرې لا هم فعالیت کوي، خو د وینې د قند د تنظیم لپاره لا ډېر انسولین ته اړتیا لري.
پروفیسر «موجیکا پارودي»، چې د دې څېړنې مشري یې کړې او د «ستوني بروک» پوهنتون استاد دی، وايي:
«له همدې امله، د بدیل سونتوکو برابرول په دې حساسه موده کې د مغز د فعالیت په ښه والي کې مرسته کولی شي.»
دا سونتوکي کیدای شي کټونونه وي، چې په دې څېړنه کې د احتمالي ساتونکي فکتور په توګه یاد شوي دي. د ستوني بروک پوهنتون وایي، کټونونه د مغز یو ډول سونتوکي دي چې نیورونونه یې بې له دې چې انسولین ته اړتیا ولري، کارولی شي.
د الزایمر د درملنې هیله
په یوه تجربه کې، چې د دې څېړنې په ترڅ کې وشوه، څېړونکو د کټونونو او ګلوکوز تر منځ توپیر کتلی. پایلې ښيي چې کټونونه توانیدلي چې د مغزي شبکو د تخریب مخه ونیسي.
دا موندنې کولی شي د زړښت له امله د ذهني وړتیاوو د کمېدو، او همدارنګه د مغزي حجرو د تخریب ناروغیو لکه الزایمر (هېره) د مخنیوي لپاره نوې لارې پرانیزي.
بوتوند انتال، چې د دې څېړنې مشر څېړونکی دی، وایي:
«دا زموږ په لیدلوري کې یو بنسټیز بدلون دی. د دې پر ځای چې د ذهني اختلال د نښو راڅرګندېدو ته منتظر پاتې شو، موږ کولای شو هغه کسان چې د خطر تر اغېز لاندې دي، د عصبي-میټابولیک شاخصونو له لارې وپیژنو، او هماغه وخت اقدام وکړو.»