دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد انارو اوبه د پروستات د سرطان مخنیوی کوي

د انارو اوبه د پروستات د سرطان مخنیوی کوي

تاند –  روغتیا پوهان وایي، د یوې څېړنې په ترڅ کې موندل شوې چې د انارو اوبه د پروستات له سرطان څخه مخنیوی کوي.

دوی وایي، د هغې څېړنې په پایله کې چې په ۲۰۰۶ ز کال کې تر سره شوه، ثابته شوې چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبو څښل د پروستات پر سرطان د ډېرو اخته کسانو درملنه کړې ده.

ماهرین وایي، د انارو یو ګیلاس اوبه کولای شي دغه ناروغي تر ټولو لږې کچې ته راټیټه کړي.

د ماهرینو په باور، انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.

دوی زیاتوي چې انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.

څېړوونکي دغه راز زیاتوي چې په ۲۰۰۴ ز کال کې پر هغو کسانو چې شریانونه یې تنګ شوي وو، یوه څېړنه تر سره شوې ده.

دوی وایي، دغه څېړنې ثابته کړه چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبه کولای شي په رګونو کې ان د دریو کلونو مخکیني رسوب شوي کلسټرول له منځه یوسي او ترڅنګ یې په وینه کې د کلسټرول اندازه کنټرول کړي.

نو ویلای شو چې په ټوله کې مېوه د بدن لپاره ډېرې ګټې لري؛ خو ځینې مېوې په بېلا بېلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري.

انار د افغانستان په ډیری ولایتونو کې باغونه لري چې تر ټولو مشهور یې د کندهار او همدا راز د کابل سروبي ولسوالي انار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب