یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمحمود خان اڅکزی: د م م امنیت شورا دې له افغانستانه...

محمود خان اڅکزی: د م م امنیت شورا دې له افغانستانه د ګاونډیانو لاسونه لنډ کړي

تاند (شنبه د جوزا ۱) د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر او وتلی سیاستوال محمود خان اڅکزي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو مخنوی وکړي.

ښاغلي اڅکزي دا نه ده په ډاګه کړې خو پر خپل ټوېټر یې لیکلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي لامل ددې هېواد د ګاونډیانو لاسوهنه ده.

هغه زیاته کړې، که ګاونډیان د افغانستان د جګړې اور ته همداسې لمن ووهي نو دوی به هم ترې خوندي پاتې نه شي او یوه ورځ به تر دغه هېوادونو هم دا اور ورسېږي.

محمود خان اڅکزي پر طالبانو هم غږ کړی چې نور له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی ودروي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، «نړۍ نن د پوهې داسې کچې ته رسېدلي چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي نه وژني، خو افغانان هره ورځ وژل کېږي او څوک ارزښت هم نه ورکوي.»

که څه هم محمود خان اڅکزې په افغانستان کې د لاس وهونکو ګاونډیانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو افغان چارواکو بیا ویلي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې تل لاسوهنه کړې او په دې هېواد کې یې تل د جګړې ډګر تود ساتلی دی.

د افغان چارواکو په خبره چې د وسله والو طالبانو مشران له ډیورنډ کرښې پورې غاړې په ښارونو کې اوسېږي، د ژوند ټول امکانات ورته پاکستان برابر کړي او دغه راز یې د تروریستي ډلو د روزنې له پاره کمپونه جوړ کړي چې له هماغه ځایه افغان جګړه رهبري کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب