تاند ( شنبه، د جوزا ۱ ) د بایلووډ سینما مخکښ اداکار ټایګر شروف په خپل نوي راتلونکي فلم (باغي ۴) کې د ښځینه اداکارې مرکزي رول سارا علي خان ته ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې، سارا او شروف به دواړه ډېر ژر د باغي ۴ فلم کې را ښکاره شي.
ټایګر د دغو فلمونو لړۍ ښه روانه کړې او تر دې وړاندې یې تر باغي ۳ پورې فلمونه خلکو ډېر خوښ کړي دي.
اوس د دغو فلمونو جوړوونکي غواړي باغي ۴ فلم هم بازار ته وړاندې وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې، د باغي ۴ فلم د سکرپټ لیکلو کارونه د کورونایي وضیعت سربېره د قرنطین په موده خلاص شوي او ډېر ژر به د دغه فلم د ثبت کارونه هم پیل شي.
هندي رسنۍ وایي، د یاد فلم د مرکزي او فرعي کرکټرونو لپاره هم د خلکو انتخاب پای ته رسیدلی او مرکزي رولونه یې سارا او شروف ته ورکړل شوې دي.
ويل کېږي د دغه فلم جوړوونکي ساجد ناډياډوالا څه موده وړاندې سارا علي خان ته په فلم کې د کار کولو وړاندیز وکړ چې هغې د قبلولو ترڅنګ ورته ډېره لېوالتیا وښوده.
دا لومړی ځل دی چې ټايګر شروف او سارا علي خان په یو ګډ فلم کې کار کوي.
د باغي ۴ فلم د بشپړېدو په اړه لا هم کره معلومات نه دي خپاره شوي خو هندي رسنۍ وایي، ټایګر غواړي یاد فلم په روان کال کې بشپړ او نندارې ته وړاندې کړي.
تر دې وړاندې باغي ۳ فلم کې ښځینه مرکزي رول شارداکپور لوبولی و.