تاند (شنبه د جوزا ۱) د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترک سیال سره د افغانستان او سوریې په هکله خبرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه ټلېفوني مکالمه کې انتوني بلینکن او مولود چاوش اوغلو په دوه اړخیزه همکاریو، افغانستان او سوریه کې پر ګډو ګټو خبرې وکړې.
د افغانستان په هکله د بلینکن او اوغلو د خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو ښايي دواړه لوري په ترکیه د افغان سولې په هکله د جوړېدونکي کنفرانس په اړه هم غږېدلي وي.
د د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څو ورځې وړاندې د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم پر افغان سوله او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.
که څه هم د دغه خبرو جزیات هم په ډاګه نه شول، خو د روسېې د بهرنیو چارو وزیر دومره ویلي و چې دوی د یوه خپلواک، یو موټي او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي او د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ دوامداره ساتي.
ټاکل شوې وه د تېرې اپریل میاشتې په ۲۴مه په ترکیه د افغانستان سولې په هکله یوه غونډه جوړه شي، خو د طالبانو د نه ګډون له امله وځنډول شوه.
د دغې غونډې د دایردو نېټه تراوسه نه ده په ډاګه شوې، خو د افغانستان حکومت وايي چې دوی دې ناستې په بشپړ ډول تیاري.
خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک بیا په دې هکله په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي چې د دوی له لوري په دې هکله کوم پرمختګ نه دی شوی.