Homeخبرونههلنمد کې د جګړو له امله د غنمو کروندې سوځېدلي

هلنمد کې د جګړو له امله د غنمو کروندې سوځېدلي

تاند (شنبه د جوزا ۱) هلمند کې په تېرو دوو ورځو کې د جګړو له امله د خلکو د غنمو څلور کروندې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، د غنمو دغه کروندې تېره شپه د عینک په سیمه کې د مرمیو لګېدو له امله سوځېدلي دي.

د هلمند د کرنې ریاست مسؤلینو ویلي، تراوسه د جګړو له امله د ملکي وګړو څو جریبه ځمکه سوځېدلې چې خروارونه غنم هم په کې د لمبو ښکار شوي.

هلمند کې له تېرو یوې میاشتې راهیسې جګړې زیاتې شوي چې عامو خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هلمند د افغانستان له جنوبي ولایتونو هغه ولایت دی چې هر کال په زیاته پیمانه غنم په کې تولیدیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...