پنجشنبه, جون 12, 2025
Homeټولنیزله تیر ژونده دې څه زده کړل؟| ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

له تیر ژونده دې څه زده کړل؟| ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

له یو سپین ږیري حکیم څخه یې وپوښتل:

له تیر شوي ژونده دې څه  زده کړل؟

حکیم ځواب ورکړ :

زده مې کړل

چې ژوند یو قرض دی، زر یا ځنډ بیرته یې باید  ورکړو.

زده مې کړل 

چې اول وي که آخر، مظلوم خپل حق لاسته  راوړي.

زده مې کړل 

چې اول وي که آخر زموږ نړۍ ختمېدونکې ده،  خو موږ ترینه بې خبره یو. 

زده مې کړل

 چې ښه سلوک، ورین تندی او بښنه زموږ اصلي ثروت دی.

زده مې کړل 

څوک چې وربشې کري، غنم نه رېبي. 

زده مې کړل 

چې عمر خلاصېږي، خو  کار نه .

زده مې کړل 

څوک چې غواړې ستا خبرو ته غوږ ونیسي نو خپله هم باید د بل چا خبرو ته غوږ ونیسې.  

زده مې کړل 

چې سفر ته تګ او د نورو سره په یو ټغر کښیناستل، یوځای ډوډۍ خوړل، خبرې اترې کول او ښه وخت لرل د هغو د انسانیت موندلو او شخصیت پېژندلو له پاره یوه غوره لاره ده. 

زده مې کړل 

څوک چې تل په یوه خوله تکرار تکرار همدا وایي: دا به وکړم، هغه به وکړم ،دا به وکړم، هفه به وکړم ،هیڅ به هم ونه کړي.

زده مې کړل 

د چا معدن چې طلا وي طلا پاتې کېږي او که وسپنه وي زنګ یې وهي او تغییر کوي.

 زده مې کړل 

هغه کسان چې په هدېرو کې دي ډیرې موخې او ارمانونه یې لرل چې لاسته یې نه دي راوړي.

 او زده مې کړل 

چې د خپل ژوند د  توکو او وسایلو ټغر  دومره وغوړوم چې بیا راټولولو کې یې خپل ځان ورک نه کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تاریخ پوهاوی‎ | ذبیح الله شفق

دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي میر احمد په همت پښتو ته...