دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد ملا پوونده لمسیان او د ډیورنډ سره چاړه / عصمت قانع

د ملا پوونده لمسیان او د ډیورنډ سره چاړه / عصمت قانع

تر یوې پېړۍ زیاته موده تېره شوه چې د پښتون وجود په خېټه کې د فرنګ توره په وینو کې لژنده پرته ده.

تر یوې پېړۍ زیاته موده تېره شوه، چې د ډیورنډ خنجر د پښتون وطن پر وجود باندې جوړ شوی زخم جوړېدو ته نه پرېږدي او ددغه زخم د رغېدو په وړاندې له هرې فتنې څخه کار اخلي.

د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د مدني تشکیلاتو، سیاسي ویښتیابه او فرهنګي شعور د ودې ارتقاء او نمو لپاره پاټکونه او خنډونه استخباراتي فنډونه او ګرانټونه لري.

دغه فنډونه او ګرانټونه ټول د پټو او نادیده پیریانو له اکاونټ او بوخڅې څخه اجراء کېږي. تر یوې پېړۍ زیاته موده وشوه، چې د پښتون د وجود جلاء شوې بدني اعضاء د فرنګ په مصنوعي کوشیر باندې د هند پر نیمه وچه د راټوکېدلي شیطاني مملکت له وجود سره نه پیوند کېږي او د افغان وطن ځمکه او اسمان، غرونه او ځنګلونه، کاڼي او کمرونه، دښتې او بیابانونه، د دغه مصنوعي بېلتون پرضد مقاومت کوي.

او د مقاومت سزا داده چې د پښتون وطن پر لمن  دې فتنې را وزېږي، د جهالت پردې وغوړېږي، د لوږې ټغر خپور شي، د علم د حصول پر خلاف دین او مذهب سپر وګرزي، مکتب د مدرسې لخوا تکفیر شي، ازادي د جهالتونو لخوا ځنځیر شي، پښتون د پښتون په لاس ووژل شي، ملا د خان دښمن شي، خان د ځان دښمن شي، قبایلت د ملت پرضد په مورچه کې ځای پرځای شي، ژوند د مرګونو په لومو کې ګیر پاتې شي او مرګونه پر بې تپوسو لارو روان واؤسي.

پرون د سړې جګړې فتنه وه، چې بزغلي او تخمونه یې د پښتون وطن په کروندو کې په غم لمدېدل او بیا د پښتون وینه وه، چې سړه جګړه یې توده کړه، د سړې جګړې ساړه لرګي یې د پښتون د وینو په تېل وسوځول او له دغه اور څخه توده جګړه را وزېږېده، چې د سړې جګړې غربي مورچل ته یې د تزار پر اشتراکي مورچل باندې د بري چانس برابر او میسر کړ.

د وینو بیه د افغانانو وه، خو د جګړې ګټه د غرب د نصیب خوله او دانه شوه. غرب او امریکا سړه جګړه هم د ډیورنډ د خونړي زخم په دردونو کې وګټله.

د مسودو ملا پوونده اخُند هغه لومړی پښتون غازي وو، چې د وزیرو، د وړو بېټنیو، سلیمانخېلو، دفتاڼو، اورکزو او بنګښو قبایلو د مخکښ لښکر په سر کې یې له خپل طبیعي وجود څخه د بېلتون پر ضد د بغاوت توغ او بېرغ اوچت کړ.

د امیر عبدالرحمن خان دربار ته یې د قبایلو د مشرانو چیغه ور ورسوله او په رسا اواز یې وویل، د پښتون وطن قبایلي څنډه ستا د پلار محمد افضل خان ملکیت او وراثت نه دی، چې په سخاوتمندانه روحیه یې د انګریز په پطنوس کې د لندن دربار ته سوغات کړې.

د ملا پوونده پر ضد د عبدالرحمن او فرنګي هندوستان د قهر او غصب اور بالاخره ملا پوونده د جګړې د اور خوراک کړ. ملا پونده ووژل شو، خو د ډیورنډ زخم یوازې زخم پاتې شو.

د هند د نیمې وچې پر لمن د انګریزي فتنې له بطن څخه پاکستان راوزېږید او پاکستان د هغو حسادتونو، کرکو او نفرتونو په انتقامي مورچل باندې بدل شو، کوم حسادتونه چې د پښتنو ازادي غوښتونکي روح د فرنګ د مکار وجود پر عقیده او غوټه باندې ور اضافه کړی وو.

د پاکستان په ۶۷ کلن ژوند کې هم قبایلي پټاره د وینو سره داره وه. په قبایلي پټاره کې د غلو او مجرمینو کمپونه هېڅکله هم د قانون په وړاندې مسوول ونه بلل شول، د څلوېښتم FCR قانون چې انګریزانو د یوې ځنګلي فارمولې په توګه د پښتنو د نسل وژنې لپاره په میراث پرې اېښی وو همدا نن هم نافذ دی، که څه هم دغه قانون د نړۍ د هر مدني فورم لخوا د یوه غیر مدني قانون په توګه د انسانیت لپاره د شرم او خجالت تر ټولو بده لایحه بللې ده، خو هېڅوک هم ددغه قانون د له منځه وړلو جرآت نه کوي. تر څو چې غرب ونه غواړي دغه د خجالت پرپړه به د پښتون انسان د حق اوازادۍ د پښو زولانه وي.

د شلمې پېړۍ د پای او د یوویشتمې پېړۍ د پیل په خونړۍ ډرامه کې یو ځل بیا د پښتنو ځمکه او جغرافیه د قتلونو، وژنو، جګړو، فتنو او غمیزو د تمثیل د سټېج په توګه کردار لوبوي، خو دغه کردار پردی دی.

یو ځل بیا د ملا پوونده لمسیان د ډیورنډ د خونړۍ چاړې په وسیله وژل کېږي. له نیک محمد وزیر څخه وروسته د بیت الله مسود مړینه د نړۍ د مطبوعاتو د لیډ خبر وو او نن د حکیم الله مسود مړینه د نړۍ د مطبوعاتو د لیډ خبر دی. سبا به د یوسف زو د فضل الله پر مرګ باندې د نړۍ د مطبوعاتو لیډ او ستر عنوانونه جوړېږي.

خو د نړۍ ویده ضمیر هېڅکله دا غږ نه پورته کوي، چې د مرګونو دا روان ناتار به د تاریخ په حکم یو ځل درېږي او هغه فتنه چې نړۍ ته هم د اور بڅري ور لېږلای شي د ډیورنډ فتنه ده. دغې فتنې په څه دپاسه یوه پېړۍ کې هېڅکله هم د افغان وجود طبیعي برخې له بل چاسره کوشیر نه کړې او بحران یې د امریکا تر نیویارک پورې د اور بڅري وشیندل. ښه به وي چې افغان د خپلې وینې د سرحدونو په لمن کې سره راونغاړل شي او بیا نړۍ د سیالۍ پر ټغر د ټول جهان د ثبات او استقرار ونډه ترې وغواړي.

3 COMMENTS

  1. Qaneh saib salam aw hurmat;
    di afghan hewad aw khawri di tarikh pu rena ki mu deer shaista sarlik, shaista mazmoon
    aw shaista tasalsul takali da. Pu las aw qalam mu barakat aw khudai tala mu tal rogh lara. Stasi di ratloonko likano aw talpati rohgtia pu hila.

  2. Da jamiley ka da laila sima ye
    aey Tarakai waya da cha sima ye
    da zrha pa vino ba di mrasta kawam
    da wraney sawey pashtunkhwa sima ye
    Da Zaarekhoon, Zarkhan da marg pa qasam
    Da har yaw khun jala jala sima ye
    Da Paiwanda Mala da zhwand pa qasam
    da har andaam sana sana sima ye
    Paiwanda Mala

    (pa wrastayo dwo baito k ka warha ghalati v wa bakhshai,der makhkey ma lwasti wu raza her wu)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب