لا خو ډېر کتابونه شته، چې نه مو دي لوستي؛
لا خو ډېرې لارې شته، چې له سره پرې تللي نه یو
لا خو ډېرې کیسې شته، چې نه مو دي یادې کړې
ناهیلي ولې؟
لا خو ډېر کارونه شته، چې نه مو دي ترسره کړي
لا خو هم یو شمېر کسان زموږ عقل او پوهې ته شدیده اړتیا لري
بیا
ناهیلي ولې؟
هلته چې د عشق زور زموږ په زړونو کې دی
هلته چې لا مو هم د خپلې خوښې کسانو لپاره زړونه ترپېږي؛
هلته چې د ځمکې پرسر یوه ټوټه ځمکه شته، چې زموږ او د هغې خاورې تر منځ تړاو ثابتوي؛
ناهیلي ولې؟
هلته چې لا لویې هیلې مو په فکر کې دي
هلته چې زموږ د هیلو او ارمانونو نړۍ لا هم ودانه ده
نو؛
بیا نا هیلي ولې؟
کله چې پوهېږو یوازې نه یو
کله چې پوهېږو، د ځمکې پرسر یو څوک زموږ په انتظار کې دی؛
کله چې پوهېږو، د یو چا د امید سترګې موږ ته دي
بیا ناهیلي ولې؟
هلته چې پوهېږو خپل افکار ولیکو، یا یې نقاشي کړو؛
هلته چې پوهېږو ددې کار د خلاقیت وړتیا په موږ کې شته
ناهیلي ولې؟
کله چې پوهېږو، کولای شو خپل غم او ښادي له نورو سره شریکه کړو
کله چې پوهېږو د یو کس د لارې له مخې یوه تېږه لرې کولای شو
کله چې پوهېږو په مینې او محبت خپل زړه خوشالولی شو
نو؛
بیا ناهیلي ولې؟
هلته چې اوس هم باران ورېږي
باد لګېږي؛
نوی کال راځي؛
ځمکه زرغونېږي؛
او
ونې میوه نیسي،
ناهیلي ولې؟
ژوند امتحان دی،
پدې امتحان کې د برخې (نه اخیستو) ټکی نشته!
نو؛
یوازې د بریالیتوب لپاره امتحان ورکړه؛
حتمي به بریالی کېږې!