سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهاوبو او انرژۍ وزارت؛ د "شاه و عروس" بند چارې بشپړېدو ته...

اوبو او انرژۍ وزارت؛ د “شاه و عروس” بند چارې بشپړېدو ته نېږدي شوي

تاند ( پنجشنبه د عقرب ۱۷مه) ‏د د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د “شاه و عروس” بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او ژر به ګټنې ته وسپارل شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه بند د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا او د سېلابونو کنټرول کې مهم رول لري.

د معلوماتو له مخې د دې بند په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه مدیریت شي؛ بلکې د کابل ښاریانو ته ۵ میلیونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابروي.

د دې ترڅنګ دا بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.

د اقتصادي چارو پوهان هم د دې بند د چارو بشپړېده یو نېک اقدام یادوي او ټینګار کوي، چې اوسنی نظام باید د طبیعي اوبو د زیرمه کولو ترڅنګ د هېواد نورې روانې اوبه په ځانګړي ډول د کونړ سیند اوبه هم مدیریت او پرې د برښنا ستر بند جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب