Homeخبرونهد ټرمپ تر لوړې، په ۷۴ ورځو کې به د امریکا لویې...

د ټرمپ تر لوړې، په ۷۴ ورځو کې به د امریکا لویې پرېکړې څوک کوي؟

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۷ مه) ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن، نن (پنجشنبې) د سهار په ۱۱ بجې (د افغانستان د ماښآم اووه نیمې)  په سپینه ماڼۍ کې امریکایانو ته د واک د انتقال ذ پروسې د پیل په اړه وینا وکړي.

د امریکا اوسنی ولسمشریزه دوره به د جنورۍ تر ۲۰مې پورې دوام وکړي، یعنې څه باندې دوې میاشتې لا ورته پاته دي. د امریکا د اساسي قانون له مخې، د دونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د جنورۍ په ۲۰مه، د ماسپښین په ۱۲ بجو ترسره شي.

د امریکا منتخب ولسمشر، دونالډ ټرمپ، له ټاکنو مخکې د سې شنبې په ورځ ویلي و چې که ولسمشر غوره شي، د واک د انتقال په جریان کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي. په داسې حال کې چې په دې موده کې هغه د قانون له مخې واک ته نه دی رسېدلی او د امریکا د پالیسیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

ډونالډ ټرمپ دا ژمنه هم کړې ده چې سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته به ډېر شمېر غیرقانوني کډوال له هېواده وباسي او د عامې روغتیايي بیمې پروګرام چې د «اوباماکېر» په نوم پېژندل کېږي، پای ته ورسوي.

له اوس څخه د ټرمپ د لوړې تر ورځې به څه وشي؟ په امریکا کې د بېلابېلو ایالتونو انتخابي چارواکي به د پنجشنبې په ورځ د رایو د پایلو د تائید لړۍ پیل کړي. دا بهیر به څو اوونۍ دوام وکړي.

د واک د سوله‌ییز انتقال بهیر به د نوومبر په ۱۱مه، د دوشنبې په ورځ پیل شي. فدرالي ادارې به له دې نېټې څخه د ټاکل شوي ولسمشر انتقالې ډلې ته د اړوندو موضوعاتو او دندې په اړه اړین معلومات ورکړي چې په نوي حکومت کې باید پرېکړه وشي.

د دسمبر په ۱۱مه، د ایالتونو واليان باید د ټاکنو تایید شوې پایلې لاسلیک کړي، تر څو دا پایلې د امریکا کانګرس ته واستول شي. له هغې شپږ ورځې وروسته به د هر ایالت الکترال کالج غونډه وکړي چې د نوي ولسمشر لپاره رایې ورکړي. دا مراسم زیاتره سمبولیک اهمیت لري، او تمه ده چې ډیری ټاکل شوي استازي به دله مخکینۍ ژمنې سره سم ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکړي.

د الکترال کالج رایې باید د دسمبر تر ۲۵مې پورې کانګرس ته ورسیږي. نوی کانګرس به د جنورۍ په ۳مه کار پیل کړي او د استازو جرګې نوی ريیس به وټاکل شي.

د جنورۍ په ۶مه به په کانګرس کې الکترال رایې وشمیرل شي. د دې غونډې مشري به د اوسني مرستیال ولسمشر کامیلا هیرس او د استازو جرګې نوی مشر وکړي.

له دې وروسته، د جنورۍ په ۲۰مه به، نوی ولسمشر د کانګرس ودانۍ مخې ته د ولسمشرۍ لوړه وکړي. تمه ده چې جو بایډن په دې مراسمو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې څلور کاله مخکې ډونالډ ټرمپ د بایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه و کړی.

د منځني ختیځ کړکېچ، د اوکراین جګړه، او د ایران د اتومي پروګرام په شان د امریکا د کورني او بهرني سیاست مهمې پرېکړې به د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د جو بایډن په ادارې پورې اړه ولري. که څه هم په دودیزه توګه ولسمشران په انتقالي دوره کې اوږدمهاله او اغیزمنې پرېکړې نه کوي یا د ټاکل شوي ولسمشر د انتقال له ډلې سره سلا مشورې کوي.

تمه ده چې د نړۍ ډېری مشران، لکه بنيامين نتنياهو به د انتقال په دې موده کې له ډونالډ ټرمپ سره په تماس کې وي، او د جاپان صدراعظم شيګرو ايشيبا په څېر ممکن هڅه وکړي چې له هغه سره وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...