جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو او امريکا د نوې مذاکراتي اجنډا مهم ټکي روښانه شول

د طالبانو او امريکا د نوې مذاکراتي اجنډا مهم ټکي روښانه شول

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) يو شمېر خبري سرچينو، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو د پلاوو ترمنځ د کيدونکو او پيل شویو مذاکراتو مهم ټکي روښانه کړي.

له دې مذاکراتو باخبره سرچينو اسپوتنيک اژانس ته ويلي، چې په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو د سفارت بيا پرانيستل، پر طالبانو د بنديزونو ليرې کول او په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل د مذاکراتو د اجنډا تر ټولو مهم ټکي دي.

ويل شوي، چې په دې مذاکراتو کې د امريکايي لوري مشري د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستیاله وندي شرمن او د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي کوي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې پرون د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، چې له طالبانو سره مذاکرات به یې د دوی د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو لپاره نه وي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي په یوه غږیز پيغام کې ويلي، چې امریکايي لوري سره په مذاکراتو کې تر اوسه دواړو لوريو له یو بل څخه خپلې غوښتنې بیان کړي او امریکا د بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو يوه وياند سهيل شاهين ويلي، چې دوی به پخپله کابینه کې ښځینه غړې هم شاملې او يوه ټول شموله حکومت ته، چې انتخابي به نه وي، لاره پرانيزي.

طالبان له دې کبله، تر سخت فشار لاندې دي، چې ولې یې نړۍ سره د ژمنو پر خلاف خپل امارتي نظام اعلان او پکې د واک د انحصار تر څنګ له ښځينه وو څخه د زده کړو او کار حقونه اخيستي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب