شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په خره سم کېنه! / عبدالله خيبر

په خره سم کېنه! / عبدالله خيبر

 موږ هغه خلک يو چې ولاړ په نوې او يا د حال په زمانه کې يو خو د فکر رېښې مو  په ماضي او يا په تېر وخت کې بندې دي. ښه کار راته هغه ښکاري چې پلار نيکه مو کړی وي، له نوښته وېره لرو، هر نوي شي ته داسې په شکمن نظر ګورو، لکه زموږ د دين او ايمان په زيان چي وي.

 د امان الله خان کړنو ته مو ځکه د شک په سترګه ليدل، چې زموږ پلارونو او نيکونو داسې کارونه د ځان سپکاوی او بيغيرتوب باله. دلته هغه واکمنان تل له ستونزو سره مخ شوي دي چې فکراو ليد يې نوی او پرمختللی دی. د پرمختګ او نوښت پر وړاندې يو غټ خنډ ملا او مذهبي مشر هم دی، دوی خلکو ته د اصحابو د وخت کيسې کوي، د هغوی د ساده او بې تکلفه ژوند مثالونه وړاندې کوي، له کفارو سره د دوی د جهادونو او غزاګانو يادونه کوي، له موږ هم غواړي چې هماغه دور ته ورستانه شو، تر څو خدای او پيغمبر ته ورنږدې شو. موږ چې سر و کار مو ډېر له جومات او جنازې سره دی، مجبور يو چې د ملا خبرې ډېرې واورو، ملا له مکتب نه مدرسه راته لوړه او غوره ښايي، د عصري کتابونو پر ځای مو د دوی د خوښې ديني کتابونو ته هڅوي، دوی  له نورو پوهانو ځان غوره بولي، ځکه چې د پيغمبر وارثان دي، بايد چې د پيغمبر د درناوي په خاطر يې هم احترام او درناوی وکړو، که څه مو ورسره وويل، له لويو ګناهونو سره مخ کېږو او آن ښځه راباندې طلاقه کېږي. موږ خو عوام یو، مجبور يو چې د ملا خبره د خدای او رسول خبره وګڼو او له زړه يې ومنو. د ملا مدرسه زموږ په مرستو او چندو چلېږي، حکومتونو ته نه اړ کېږي، خو که په مکتب کې وړه ستونزه هم پيدا شوه، بيا حکومت ننګوو او چيغې وهو، خو د مدرسو لپاره بيا ښارونو ته هم په چندو پسې تلی شو او د شتمنو لمنه نيولی شو. دا هغه څه دي چې زموږ پښې يې په ماضي کې بندې ساتلي دي او د راتلونکې په اړه يې فکر راڅخه اخيستی دی. په ماضي کې اوسيدل او يا په تېرو سوبو او فتوحاتو فخر کول له انسان څخه دا هيروي چې پر راتلونکې فکر وکړي.

امريکا هغو خلکو اباده کړې ده چې په اروپا کې غلامان وو، او له ماضي سره يې هيڅ ښه اړيکه نه درلوده، دوی يوازې پر راتلونکې فکر کاوه او له ماضي سره يې اړيکې پرې کړې وې، ځکه چې دوی په ماضي کې داسې څه نه درلودل چې زړه يې ورسره تړلی وای او يا يې د زړه په تاخ کې د يو زرين کتاب غوندې ساتلی وای. دوی په خپله ماضي کې يوازې غلامي ليدله او د غلامۍ نه د خلاصون لاره همدا وه چې راتلونکې ته پام وکړي او په دې فکر وکړي چې ځنګه تر بادارۍ رسيدلی او نور غلامان کولی شي. 

مګر موږ پر پنځه زره کلن تاريخ، فتوحاتو او پر نورو هيوادنو د واکمنيو يادونه کوو، پر پلارونو او نيکونو فخر کوو، خو خپله خاوره ورو ورو اوبه راڅخه وړي، په ځای د دې چې له تارېخ څخه زده وکړو، لکه د فلم يې ننداره کوو او د خپلو نيکونو پر اتلوليو چکچکې وهو، خو ځانونه راڅخه هېر دي.

 په پښتنو کې که ملک او يا د کومې کورنۍ مخور مړ شي، لونګۍ يې پر زوی او يا بل کس اېښودل کېږي، د دې مطلب دا وي چې مشر کومه لاره غوره کړې ده، بايد کشران هم پر همغه لاره لاړ شي. په کور کې ښه زوی هغه دی چې د پلار په خوله وي او د نيکه او غورنيکه نوم ژوندی وساتي، په کلي کې ښه کس هغه دی چې د ملک ومني او په جومات کې دينداره او پرهيزګاره کس هغه چې د ملا په خوله وي. هغه چې ځان ته لارې جوړوي او يا نوې خبره کوي، که د چا پرې وس ورسېږي، خبره په خوله کې وروچوي، ګني په کور کې دووس، په کلي بدعمله او په جومات کې به بېلماز او ګمراه کس وي.

 دا کړنې زموږ سياست ته هم ورداخلې شوي دي، د هغه چا چې پلار يې واکمني کړي وي، بايد زوی يې هم واکمن واوسي او د خپل پلار ځای ډک کړي، ډېر لږ داسې کسان پيدا کېږي چې د پلار له پله دې پښه اړولي وي اوپر بېله لاره دې مزل غوره کړی وي. زموږ د هيواد په وروسته پاتې والي کې لوی لاس د جهادي رهبرانو و، اوس يې زامن د خپلو پلارونو پيښې کوي او پر همغه لار روان دي، د دې پر ځای چې د خپلو مشرانو پر کړنو د شرم احساس وکړي، پرې وياړي. 

خو دا بايد په ياد وساتو چې وخت لکه د ملا نصرالدين خر پر مخ روان دی، تم کيدل او دريدل نه لري، موږ به پرې د ملانصرالدين غوندې ناست وو، راتلونکې ته به مو شا وي او فکر به مو په ماضي کې بند وي، خر به مخکې روان وي، موږ به شا ته زور کوو. خر به ورو شي، خو د دريدو نه دی. دا چې د درېدو نه دی، نو راځئ چې ماضي مړو نيکونو ته پرېږدو او موږ راتلونکې ته مخ کړو او د وخت پر خره سم کېنو، حواس او فکر راتلونکې ته متوجه کړو او هڅه وکړو چې خپل خر د نړۍ له کاروان سره يو ځای کړو.

3 COMMENTS

  1. مونږ دې ته ښه تیار یو چې ځان او خپل ویاړونه سپک کړو او خوند ترېنه واخلو، خو نور بیا خپل سپک ځان او شخصیت درنوي او ورباندې ویاړی. مونږ هر څه ډېر ژر غواړو او د زغم کچه مو ډېره ټیټه ده. خدای مو دې اصلاح کړي. مننه

  2. پورته لیکنه به انتباهی وی خو خبره دا ده چی اصلاً موږ ته اجازه نه ده راکړه سوې چی پر خره کښېنو بناً د چپه یا راسته کېناستو کیسې ته نوبت نه دئ ور رسېدلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب