تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې ډلې د بيا فعاليدو او منظميدو په اړه انديښنه ښودلې ده.
د دغې ټولنې د کورني سياست مسوولې یِلوا یوهانسون د القاعدې ډلې د فعالیدو دغه هڅې د انديښې وړ او افغانستان ته جدي ګواښ ګڼلی.
نوموړې ټينګار وکړ، چې اروپايي ټولنه باید خپل قلمرو ته د راتلونکو افغانانو جدي پلټنه وکړي، څو له دوی څخه يادې ټولنې ته ګواښ پېښ نه شي.
مخکې امريکا متحده ايالاتو هم په افغانستان کې د القاعدې ډلې د بيا فعاليدو په اړه انديښنه ښودلې ده.
له دې سره، امريکايي چارواکو ويلي، چې د افغانستان وضعیت د خپلو هوايي او سیمه ییز امنیتي امکاناتو په وسيله څاري او د اړتيا په صورت کې به د طالبانو له جريان کې کولو پرته ترهګرو ډلو باندې بریدونه وکړي.
طالبانو تایید کړې وه، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې پر افغانستان، د دوی له همغږۍ پرته ګزمې کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د متحده ايالاتو دغه کار د نړیوالو اصولو خلاف ګڼلی او د پای ته رسیدو غوښتنه يې کړې ده.
طالبانو په افغانستان کې د القاعدې ډلې حضور نه دی رد کړی، خو ويلي چې له افغانستان څخه ټولو هېوادونو ته د هغوی په ضد د خطرونو د نه پیښیدو ډاډ ورکوي.
د طالبانو اسلامي امارت په داسې حال کې نړيوالو ته د افغانستان له خاورې، دوی ته د خطرونو د نه پیښیدو لفظي ډاډګيرنې ورکوي، چې داعش ډله په افغانستان کې بیرته فعاله شوې او د طالبانو پر ضد د بريدونو تر څنګ په يو شمېر سيمو کې د عامه امنيت د خرابېدو سبب شوي دي.