شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د کابل د هندو باورو ځورونکي قضايي مراجعو ته معرفي شول

مجاهد: د کابل د هندو باورو ځورونکي قضايي مراجعو ته معرفي شول

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، خپلو قضايي مراجعو ته د کابل د هندو باورو د ځورونې د وروستيو عاملانو د معرفي کیدو خبر ورکړی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې یاد شوي کسان د دوی د کابل امنیه قوماندانۍ پېژندلي او قضايي مراجعو ته معرفي کړي دي.

 د دغو افغان هندو باورو د ځورونې او عبادت ځای ته يې د ورتلو خبره څو ورځې مخکې د هندوستان د پنجاب ايالت يوه چارواکي ورکړ.

هغه د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير څخه په دې اړه د اقداماتو غوښتنه وکړه.

ويل شوي، چې د افغان هندو باورو دا عبادت ځای د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې دی.

هلته تېره اونۍ د طالبانو وسله وال ورغلي او د پلټنو او ځورونې تر څنګ يې د عبادت ځای امنيتي کامرې ماتی کړي دي.

طالبانو نه دي ويلي، چې نيول شوي کسان يې د خپلې ډلې اړوند دي او کنه؟

د دوی وياند دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په مشرۍ يې يو پلاوی دا اوس په دوحه کې دی، څو د امريکايي ديپلوماتانو تر څنګ نړيوالو ته د خپل امارت په اړه د همکارۍ جلبولو لابي تر سره کړي.

د ځينو شنونکو په باور، طالبان هره ورځ په ګڼو وژنو او ځورونو تورنيږي، خو د هندو باورو قضيه يې ځکه ظاهرا داسې جدي نيولې، چې بهرنيان پرې له ځانه راضي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب