شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشاهین: د طالبانو کابينه کې به ښځې شاملې کړل شي

شاهین: د طالبانو کابينه کې به ښځې شاملې کړل شي

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) د طالبانو يو مخکښ غړی سهيل شاهين، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د امارت استازی هم نومول شوی، د طالبانو په کابينه کې د ښځو د ګډون خبر ورکړی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې دا خبره کړې، خو نه يې دي ويلي، چې څو ښځې به د کومو معیارونو له مخې، د کومو وزارتونو لپاره معرفي شي.

 شاهین په کابينه کې د قومي اقلیتونو د موجوديت یادونه کړې او ويلي، چې ښځينه به هم په کابينه کې شامل کړل شي.

دغه طالب مقام د‌ دې ژمنې د عملي کیدو وخت هم نه دی په ډاګه کړی.

له دې سره، سهیل شاهین د نظام د څرنګوالي په اړه ويلي، چې دوی ټول شموله حکومت ته کار کوي او نظام به يې انتخابي نه وي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ د دوی یو پلاوی دمګړۍ په اړه قطر کې دی‌.

طالب پلاوی به هلته نن او سبا د امريکا متحده ايالاتو له یوه پلاوي سره هم وويني.

طالبان په دې سفر کې د خپل اسلامي امارت د نړیوال ملاتړ خپلولو په هڅه کې دی.

د ځينو شنونکو په اند، د سهیل شاهین وروستۍ څرګندونې هم د دوی له وروستيو هڅو سره تړاو لري.

طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې د افغان ښځو له استازو سره په مخامخو ناستو او نورو ژمنو کې د دوی د حقوقو د تامين ډاډ ورکړی و، خو وروسته وليدل شول، چې د دوی د کار حق يې واخيست او له شپږم ټولګي پورته يې د زده کړو اجازه ورنه کړه.

1 COMMENT

  1. او بی غیرتو طالبانو: دنیا تاسو ته وایی چی ښځی په حکومت کی شاملی کړی خو تاسی رزیلان ټول جوړاګان یاستی د یزکانو ځامنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب