تاند(شنبه، د میزان ۱۷ مه) د افغانستان د کرکټ لوبډلې د نړیوال شل اوره سیالیو لپاره د زیمبابوې پخوانی کیپتان اندي فلاور د سلاکار په توګه وګوماره.
فلاور د زیمبابوې د ملي لوبډلې لپاره په ټسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو کې مسابقې کړي، همداراز له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د انګلستان د ملي لوبډلې او په لویو لیګونو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپانه کې ویلي چې ښاغلي فلار د ۲۰۱۰ کال په شل اوره نړیوال جام سیالیو کې د بریتانیا د ټیم څارنه کوله چې جام یې وګوټ.
فلاور د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د افغانستان د لوبډلې د روزونکي په توګه د دې لوبډلې له ودې سره د پام وړ مرسته کړې ده.