شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزذهن سازي به څوک کوي؟

ذهن سازي به څوک کوي؟

رحمت الله “ابرار”

هغه پروسه چې د مشکلاتو، حل لارو لټون او معلوماتو سمه رهبري کوي فکر بلل کیږي. هغوی چې تاند او کاري فکر جوړوي، ځانونه تر نورو بهتر کوي،

فکر چې د انساني موجود بې سارې ځانګړنه ده باید سم او سالم وپالل شي. کله چې دا فکرونه وروزل شي، نو یقیناً هلته ژوند پرمخ ځي، ورځینی ژوند په سهولت بدلیږي، خلک له زیاتو بدني کارونو او فزیکي ستړیا ساتل کیږي.

برسېره پردې، هغه ټولنې چې سمه فکر روزنه لري، د دښمن د هر ډول فریب او چل ساتل کیدای شی، نړیواله سیالۍ کې د نورو وروسته نه پاتې کیږي. چیرته چې ذهنونه د نورو لخوا تصرف کیږي او په خپله ګټه جوړیږي، هلته بدبختۍ نه ختمیدونکی تاریخ لري.

سوال دا دی چې په دې حالاتو کې څه ډول ګټور او وطني فکر ورزو؟ څنګه ذهنونه له ناروغیو وساتو، دښماني نظریې د خلکو له اذهانو لرې او بر ځای یې عالي ذهن سازي وکړو؟

هر کله چې د یو هیواد فکرونه د نورو، په ځانګړي ډول د دښمانانو په واک راځي، نو ټولنې او خلک اوږد مهاله زیان ګالي، تاوان دومره وي، چې پیړۍ، پیړۍ یې پایلې نه راګرځېدونکې وي، په کالونو، کالونو وژل کیږي، بې سرپرته کیږي، سرپناه یې ورکیږي، د نړۍ د رشخند توکي ګرځي، لنډه چې د غلامۍ نه جبرانېدونکې مرحلې تیروي.

یو وار چې انسانانو ذهن ته هر څه ور انتقال شول، بیا یې درملنه سخته ده، ډېر وخت نیسي اما ناممکنه نه ده. ذهن سازې د نننیو بدبختیو د پای موندلو لپاره لازمي لاره ده، ځکه جګړې ښکاره دي، موږ د ګاوندیانو سره لاس او ګریوان یو، په دې سیالۍ کې موږ ځکه ډېر توان کوو، چې ذهن سازي مو له لاسه وتې او ګاوندیانو تصرف کړې. دوی زموږ خپل دماغ زموږ مقابل کړي.

په داسې حال کې چې د نوې جګړې نه پیلېدا او هیواد جوړونې لپاره تر ټولو مهم ټکی ذهن سازي ده.
خو ذهن سازې څنګه وکړو؟

اړتیا ده چې هر وګړی د خپلې سویې سره سم د نورو په فکر روزنه کار وکړي، موږ ته لازمه ده ترڅو شاوخوا ملګري، کورنۍ، دوستان او زموږ نږدي کسان ټول موږ خپله درملنه او فکري نظریې یې ور نوي کړو، ښوونکي په دې برخه کې تر ټولو اهم رول لري، دوی دې په ښوونځیو، ټولو علمي ځایونو او مرکزونو کې د زده کوونکو پر ذهني جوړتیا کار وکړي، له شته خطراتو دې باخبر وساتل شي، غلیمانه نظریې دې ورته تشریح شي، وطني مینه دې ور زده شي، د سالمې رهبرۍ پر اصولو دې مجاهز شي.

د پوهنتون استادان دې په لوړه سطحه کار وکړي، محصلین دې د مډیا سمې کارونې سره اشنا کړي، ځکه که ټولنیزې رسنۍ سمې وکارول شي، نو په ډاډ سره مرستندویه دي، د ډار او وېرې او د هیواد پر ضد کیسې دې پر ټولو رسنیو بند او ختم کړل شي.

د کلي او قوم مشران دې ورته ګامونه واخلي، ولسونه دې د ستر ناورین مخنوي لپاره  اړین څه ترسره کړي، موجوده حالتو کې زموږ دنده داده چې که د یو کس ذهن سازي هم کولای شو، باید درېغ ونه کړو، او دا به مو لوی کار کړی وي، له خپلو کورونو یې پیل کړئ، ماشومان مو په عالي افغاني غیرتي فکر وروزئ، تت او ټيټ افکار یې له ککرۍ وباسئ،  باوري اوسئ، چې فکر د انساني پرمختګ سرچینه او د دښمن پر وړاندې فکر جوړونه له اټوم بم مثال دی. یو ځل چې عامه پوهاوی پراخ شو بیا وګورئ چې څومره مثبتې پایلې لاسته راځي.

همدا موږ به ذهن سازي کوو، د ګاوندیو هیوادونو ښکاره جنګ به په ذهنونو کې داسې انځوروو چې کرکه او نفرت ترې پیدا شي، په ضد یې ولسونه بیدار او پورته شي، هر څوک دې په خپلو ټولنیزو رسنیو داسې څه خپاره کړي چې دښمن نړۍ ته لکه لمر داسې ښکاره شي، د ظلم کارونه دې یې د دنیا هر ګوټ ته ورسیږي، کوښښ باید وشي ترڅو خلک تل د ښمن فکر او نظیریاتو څخه خوندې او لرې وساتل شي.

که په لنډو یې ووایو، نو د خلاصون یوازینی لار د ولسونو ذهن سازي او هوښیارتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب