شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مينځنۍ اسيا – افغانستان – پا رس او هند له ۷۷۱ –...

مينځنۍ اسيا – افغانستان – پا رس او هند له ۷۷۱ – تر ۹۲۰ هـ پورې

تيموريان (۲۶مه برخه)
         استاد شهسوار سنګروال
 تیمور د چنګېزله زوزات څخه ګڼل کېږي او د د ه کها له ته منسو ب دی، د چنګېز څلورم نيکه او د تېمور اتم نيکه سره وروڼه وه، د ده له نيکونو څخه يو تن چې «قراجانويان» Qurajanoyan نومېده د چنګېز د زوی چغتايي وزير او د ماوراءالنهر حکمران وه.
تېمور په ۷۳۶ هـ کال (۱۳۳۶ ز کال) د توران په ولايت د کش په ښاردبرلاس په کورنۍ کې، د «ترغای» له ارتينې ؛ټيکينا،؛ملکې خاتون څخه وزېږېد، (خوتاريخپوه غبارد ده زوکړه ۱۳۳۳ ز کال ښيي).
«ګوډ تېمور چې لوېديځو تاريخپوهانو د تامه رلاند په نوم ياد کړی دی Timur – Tamerlan چې په ۱۳۳۳ ز کال په شهرسبز کې زېږېدلی دی، پلار يې د ترکانو مشر وه او د قزغن لخوا د «کش» رئيس وټاکل شو. کورنۍ يې د «ګورګان» په نوم يادېده يانې زوم.»([1])
تېمور له کوچنوالي نه د چنګېز له کيسو سره مينه درلوده، تر هغې چې دی يې د نړۍ يو لوی اتل وګاڼه او په دې يې وياړ کاوه چې د مغلي چنګېز په نبيره کې شامل شي، که څه هم دی ترک وه او څنګه چې مغلان په مينځۍ اسيا کې له اريايي ټبر سره ګډوله شوي وه، نو ځکه يې اولاده په ترکانو ونومول شوه.
تېمور هيله درلوده چې د جنګېز په څېر نړۍ لاندې کړي په دې تړاو يې ګدې وجې درلودلې،ولې په بنستيزه توګه يې يو څه توپيرونه هم لرل.
چنګېز د وينې له تويولو نه خوند اخسته. دې ته يې نه کتل چې څوک مري او د خپل دښمن د څارويو نر او ښځه، زاړه او واړه، پوه او ناپوه ټول له تېغه تېر کړل.
له دې نه سربېره ډېرې ودانۍ يې هم نسکورې کړې، جوماتونه او متبرکه ځايونه يې هم له مينځه يووړل. ولې ګوډ تېمور چې يو سوچه سوني مسلمان وه، نه يوازې عالمان يې له مينځه يونوړل بلکې ژغورل به يې او درناوی به يې هم ور ته کوه. په وينو تويولو کې له چنګېز نه کم نه وه خو د مذهبي عالمانو له وژلو يې ډېره ډډه کوله. جوماتونه يې ودانول، لمونځ يې کاوه، دی د شيخ شمس الدين موريد وه. او ان دا چې د ژوندانه وروستيو کې چې د ناروغۍ په بستر پروت وه، د وينو له تويولو نه هم توبه ووېسته، خو پرې ډېره ناوخته شوې وه.
تېمور د «تمر» اوښتې بڼه ده، چې د اوسپنې مانا لري او دی هغه وخت نامتو شو چې په ۱۳۶۹ز کال (۷۷۱ هـ) يې د ماوراءالنهر حکمران امير حسين را نسکور کړ او د ماوراءالنهر واکمن شو.
تېمور په داسې محال مينځته راغی چې د چغتای ټبر په دوه برخو وېشل شوی وه. يو يې لوېديځ ښاخ وه چې په ماوراءالنهر کې په سيمه ييزه بڼه واک چلوه او بل يې ختيځ ښاخ وه چې ان «تر کاشغره» پورې (کاسغر) رسېده. چې د تغلق تېمور له مرګ نه وروسته د دې سيمې اداره کمزورې شوه.
 ولې په ټوله کې يوه ځواکمن واکمن ته اړتيا وه چې د چنګېزخان ټولواکمني خوندي کړي،که څه هم د چنګېز تر واک لاندې سيمو کې په تېره په افغانستان، مينځنۍ اسيا، ايران او هندوستان کې سيمه ييزې واکمنۍ را مينځته شوې وې. د ساري په ډول: په ايران کې د ابوالسعيد بهادر خان له مړينې سره د ايلخانيانو واک له مينځه لاړ. په پارس کې دال اينجو، په اصفهان او کرمان کې آل مظفر، د هرات په شاوخوا سيمو کې کرتان، په ازربايجان کې آل چوپان، په خراسان کې سربداران، په ګيلان کې آل کيا، په عراق کې آل جلايراو نورو بېلابېلې سيمه ييزې واکمنۍ جوړې کړې وې.
 د يادو شوو سيمه ييزو واکمنو په لړ کې د خراسان سيمه ييزو واکمنو د «تغاتېمور» لوی سپهسا لار «امېر ارغون شاه» ته سخته ماته ورکړه، خو د يوه بل سيمه ييز واکمن معزالدين کرت نه يې ماته وخوړه.
دغو سيمه ييزو ناندريو تېمور ته دا واک او ځواک په برخه کړ، چې د ماوراءالنهر له نيولو وروسته خراسان، سيستان، پارس، او ان تر عراقه پورې سيمې لاندې کړي.
تېمور په دې ټولو جګړو کې له بريو سربېره له ډېرو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان وه. د سيستان په يوه جګړه کې په لاس او پښه باندې ټپي شو، نو ځکه له دې نېتې وروسته د ګوډ تېمور په نوم ياد شو،ولې د دې ټولو کړاوونو سره سره، کله چې د جيحون ټولې سيمې تر سمرقند پورې خپلې کړې نو بيا يې يوه لويه غونډه، چې د ماوراءالنهر استازي په کې شامل ول په بلخ کې جوړه کړه.
دغې لويې او پراخې غونډې په ۷۷۱ هـ کال د روژې د مياشتې په ۱۲ نېټه د چارشنبې په ورځ تېمور ګورګان خپل پاچا وټاکه، چې د ايران او توران خطبه هم د ده په نوم وويل شوه او د صاحب قرآن لقب هم درته ورکړ شو.
دا چې ولې امير تېمور غوره وګڼله چې داسې يوه تاريخي غونډه په افغانستان کې جوړه کړي څو لاملونه يې د پام وړ دي:
لومړی دا چې افغانستان د خپل ځانګړي جغرافيوي موقعيت له مخې دا وړتيا درلوده چې بايد دغه غونډه دلته جوړه شوې وی.
دويم تېمور به چې هر چېرته سيمه ونيوله نو بيا يې د هغې سيمې ځوانان پخپل لښکر او پوځ کې نيول، نو ځکه يې ډېر افغان جنګيالي په خپل پوځ کې ځای پرخای کړل.
دريم دا چې افغانستان هم د لکه د ماوراءالنهر، خوارزم، عراق او ايران غوندې په سيمه ييزو واکمنيو وېشل شوی وه، چې موږ ځنې سيمه ييزې واکمنۍ د بېلګې په توګه يادولی شو:
په بدخشان کې شيخ محمد شاه او بهاوالدين شاه، له تخارستانه تر بلخ پورې امير اولجای بوغا سلدوز، په جوزجان کې خواجه امير محمد، په غورستان او هرات کې د کرتانو ټبر، په سيستان کې ملک قطب الدين، په فراه کې ملک جلال الدين، له کندهار نه تر بلوچستانه، له ننګرهار نه تر پېښوره، له غزني او پکتيا نه را واخله تر بنو او وزيرستان پورې دا لويه او پراخه سيمه د سيمه ييزو مشرانو، ملکانو او خانانو لخوا اداره کېدې.
وروستی لامل د تېمور د ټولواکمنۍ د ټينګښت لپاره ډېر مهم ځکه وه، چې ده په اسانۍ سره د خپل پياوړي ځواک په مټ داسې ټولواکمني جوړه کړه چې پراخوالی يې له چين نه نيولې تر مديترانې او له روسيې نه را واخله تر هندوستانه پورې رسېده.
ده د خپلو فتوحاتو په لړ کې له ۷۷۱ هـ کال نه نيولې تر ۷۸۱ هـ کال پورې ماوراءالنهر، خوارزم او کاشغر (کاس غر) يو د بل پسې لاندې کړل.
امير تېمور بيا له ۷۸۳ هـ کال نه تر ۷۸۷ هجري کال پورې د هرات په شمول شاوخوا سيمې د ملک معزالدين حسين کرت او د هغه د زوی ملک غياث الدين کرت نه ونيولې او دوی يې له خپلې کورنۍ سره ماوراءالنهر ته ولېږدول. ده په هرات او سيستان کې دومره افغانان ووژل چې په ښخولو يې څوک نه رسېدل. بې کفنه يې خاورې پرې واړولې.
نوموړي د ۷۹۰ هـ کال په شاوخوا کې پارس، ازربايجان او کردستان يو د بل پسې تر ګوروت لاندې کړل.
بيا يې په ۷۹۳ هـ کال قبچاق، ايران او عراق هم ونيول او له ۷۹۷ هـ کال نه وروسته تېمور ګورګاني هندوستان ته اړم شو.
ګوډ تېمور لکه څنګه چې د زرګونو افغانانو وينې وبهولې او ان هغه سيمه يې هم ړنګه کړه چې ده په کې خپل امارت اعلان کړی وه. ده هغه وګړي هم ووژل چې په لومړي سر کې د ده تر شا ودرېدل.
افغانستان ده ته په زړه پورې وه، ولې د خپل واک لپاره،دا ځکه چې افغانستان د ځانګړي جغرافيوي جوړښت درلودونکی وه، وګړي يې جنګيالي وه نو،د دوی په مټ يي په هندوستان بريد وکړ.
«د امير تېمور يرغلونو زيات شمېر نور افغانان هم له ځان سره هندوستان ته واستول…
…يو افغان چې مصطفی کابلی نومېده د «ديپلپور» حکمران وټاکه.»([2])
تيمور په ۱۳۹۷ ز کال خپل لمسی ميرزا پيرمحمد ته وويل چې ملتان ونيسي، لکه څنګه چې ښکاره وه، ملتان د څلورمې هجرۍ پېړۍ له شاوخوا نه را واخله، د تېمور د واکمنۍ تر مهاله پورې دېر ځله د سيمه ييزو واکمنو افغانانو لخوا اداره کېده.
د ميرزا پيرمحمد د بريد په مهال ملتان د يوه افغان په واک کې وه چې سارنګ خان نيازی نومېده، ده د خپل هېواد د ژغورلو لپاره څو مياشتې ميرزا پيرمحمد کلابند کړ، خو کله چې په ۱۳۹۸ز کال امير تېمور د سيند له لارې په ملتان بريد وکړ، په زرګونو افغانان او د سيمې اوسېدونکي ووژل. د خلکو فصلونه يې ور وسوځول، شته يې ترې لوټ کړل او څاروي يې ترې غنيمت کړل او په پای کې د خپل لمسي کلابندي ماته کړه.
وحشي تېمور له يوه بل سيمه ييز واکمن بهادر خان سره روغه وکړه او بيا يې په خپل کور کې وواژه. کله چې د بهادرخان زوی د خپل بېګناه پلار مرګ په خپلو سترګو وليد او د ګوډ تېمور ناځواني يې وليده، لومړی يې په خپل لاس خپل کوچنيان او کورنۍ ووژله او بيا يې له تېمور سره جګړه پيل کړه، تر هغې چې په خپله کلا کې د تېمور د خونړي لښکر لخوا ووژل شو.
همدا راز تېمور چې د بلورستان له کټور نه کابل ته ستون شو، نو بيا د هېواد ختيځو سيمو کې د «ايزياب» په نوم کلا کې چې مشر يې موسی خان پښتون وه، يوه جنګيالي پرې د غشي بريد وکړ، چې بيا يې دا ټول افغانان ووژل.
له هغه وروسته تېمور ملتان او له ملتان نه وروسته ډيلي ته وخوځېد،اوله ځان سره يي دسل زرو په شاو خواکې،هندوان اومسلمانان دغلامانوپه توګه،دډيلي دنيولولپاره يرغمل کړل،چې له بابته يي ډيلی ونيو.
 مولانا نصرالدين عمر د ده نوم په خطبه کې ياد کړ او درې شپې ورځې د څارويو په شمول د ديلي وګړي قتل عام شول.
تېمور له دې سربېره له هندوستان نه را واخله تر افغانستانه او له عراقه او اسيا صغير نه نيولې تر ايرانه هنرمندان، نجاران او سنګ تراشان د غلامانو په توګه خپلې پلازمېنې سمرقند ته ولېږل چې خپل نيکی ټاټوبی پرې ودان کړي.
امير تېمور چې له جنګي يرغملانو نه څومره ګټه واخسته، يا په جګړو کې څومره مړه شول، خو شول. ولې پاتې کسان يې په ځانګړي ډول د خپلو پلویانو تر مينځه ووېشل او امر يې وکړ چې پرته له څنډه له تېغه تېر کړئ.
په دغه ټول وژنه کې ان مولانا نصرالدين هم برخه واخسته او زړه نازړه يې پنځلس تنه هندوان ووژل. مولانا شرف الدين يزدي په خپل کتاب ظفر نامه کې کښلي دي چې په ۱۳۹۸ ز کال د ډسامبر په پنځه ويشتمه (۲۵) نېټه د تېمور لښکر د ډيلي په ښار ورننوت هر څه يې چورول، وګړي يې ځورول او د خزانې مامورينو به قېمتي څيزونه له شتمنو نه را ټولول.
د تېمور مېرمن جهان ملک اغا او د دربار نورې مېرمنې د «هزار ستون» د ماڼۍ د کتلو لپاره ووتلې او خلکو به له وېرې دوي ته د سرو زرو ګاڼې راوړلې.
ګورګاني لښکر د غنيمت په نوم ډېر سره زر، الماس، ياقوت او نورې قېمتي ډبرې او څيزونه د ښار له شتمنو نه ترلاسه کړل.
د ډيلي خلک د ګوډ تېمور د پوځ له ظلمونو نه دومره په تنګ راغلل، چې د ډيلي جومات ته يې پناه يووړه او ان دا چې هلته هم د علي سلطان په مشرۍ د پنځه سوو په شاوخوا کې عسکرو پرې بريد وکړ او ټول هندوان يې ووژل.
لنډه دا چې تېمور په هندوستان کې، افغانستان، ايران او تر واک لاندې سيمو باندې دومره ظلمونه وکړل چې په تاريخ کې لږ ساری لري. کوډ تېمور نه يوازې په هندوانو باندې بې شمېره ظلمونه وکړل، بلکې په مسلمانانو باندې يې هم د خپل واک د پراختيا او پرمختيا لپاره ورته ظلمونه کړي دي.
لومړی افغانستان يادوو چې د زرګونو افغانانو په وينو يې خپله خوا سړه کړه.
«تېمور چې د خراسان په لور وخوځېد… لومړی يوه نامتو پير بابا شکرالله ته ورغی او هغه ورته د پسه د سينې د غوښې يوه ټوټه ور واچوله. تېمور ته د دې خبرې تعبير دا وه چې ګنې خدای پاک ما ته خراسان چې د ځمکې د سينې حيثيت لري راکړ زموږ لښکر به دېر ژر بريالی شي…»([3])
دېته ورته کيسه يې د شيخ مولانا زين الدين سره هم پېښه شوه. کله چې يې له هغه سره وليدل نو ورته وويل: چې ولې د هرات ملک ته نصيحت نه کوې چې شراب څښي؟
شيخ ورته وويل: هغه زما نصيحت وا نه وريد، نو ځکه څښتن تعالی ورته تاسو را ولېږی. خو که چېرې ته هم نصيحت ته غوږ و نه نيسې نو بيا به ستا لپاره يو بل څوک را ولېږي.
نوموړی چې له هرات نه ايران ته واوښت نو بيا يې (۷۰) زره کسيزه لښکر ته وويل چې د تاسو هر يو تن بايد د اصفهان د وګړو سرونه چې شمېر يې د تاسو په اندازه وي ما ته راوړئ… کومو عسکرو چې نه غوښتل د بېګناه خلکو وينه تويه کړي نو بيا يې له نورو عسکرو نه چې د هر سر قېمت او بيه يوه طلا کېده د امير له وېرې را نيوه چې وروسته دومره ډېر شول چې د هر سر قېمت نيمې طلا ته ورسېد.
سره د دې چې تېمور ځان يو ښه مسلمان ګاڼه، ولې بيا هم له افغانستانه نيولې تر ملتان او ډيلي او ماوراءالنهر نه را واخله تر ايران او عراق پورې د لکونو مسلمانانو وينې تويې کړې.
که موږ د بېلګې په توګه يوازې د بغداد د هغي خونړۍ پېښې انځور وکاږو، چې تېمور د عثماني ترکيې د سلطان بايزيد (۱۴۰۳ ز کال) په وړاندې جګړه پيل کړه، چې له وېرې نه د بغداد وګړو د خپلو کورونو دروازې وتړلې.
تېمور امر وکړ چې دوی د اصفهان له «کله منار» نه درس او عبرت ندی اخستی نو ښايي د نوي (۹۰) زرو سرونو، يوسلو شل ۱۲۰ د سرونو منارونه ودرول.
کله چې تېمور په ۱۳۶۹ ز کال د بلخ سيمې ته را ورسېد امير حسين په دغه وخت کې د «هندوان» په نوم کلا له سره رغاولې وه خو بيا هم تېمور پرې بريد وکړ امير حسين يې وواژه او د هغه مېرمن يې ځانته په نکاح کړه.
هغسې خو تېمور «۱۸» وارې نکاح کړې ده ولې د امير حسين مېرمنې چې ډېر شته درلودل نو تېمور د همدې شتو له برکته او بيا کله چې د «هندوان» کلا ونيوله خپل ځان يې په خپلواکه توګه په ۱۳۶۹ ز کال امير اعلام کړ.
ده د خپل ۳۶ کلن واک په موده کې ۳۵ پنځه دېرش ځله له چين نه تر مصره پورې، له مسکو نه تر استانبوله له عراق نه را واخله تر افغانستان او بيا تر هنده پورې، پرلپسې لوی او پراخ بريدونه ترسره کړي.
د ده په لښکرو کې د نورو قومونو له جنګياليو سربېره پښتانه جنګيالي هم ول، چې شمېر يې دولس زرو شاوخوا ته رسېده او مشري يې د ملک حبيب نيازي، ملک يوسف سرواڼي، او ملک بهاوالدين جلواڼي په لاس کې وه.
امير تېمور په داسې حال کې چې غوښتل يې په ۱۴۰۴ ز کال په چين بريد وکړي خو د سختې ناروغۍ له کبله يې د دې وسه و نه مونده چې خپل هوډ ته ورسېږي. نو بيا يې د کابل او زابل حکمران امير زاده پيرمحمد د جهانګير يانې چې د غياث الدين زوی وه (جهان ګير د تېمور په ژوندانه کې مړ وه) سپارښتنه وکړه چې د سلطنت چارې پر مخ بوځي.
دی د همدې ناروغۍ له امله ۱۴۰۴ ز کال ۸۰۷ هـ د شعبان مياشت) ومړ او په سمرقند کې خاورو ته وسپارل شو.
تېمور او له تېمور نه وروسته، د واک چارې
تېمور د خپل واک په مهال د خپلې ټولواکمنۍ بېلابېلې سيمې د خپلو اولادونو تر مينځ وېشلې وې. که څه هم امير تېمور تر ډېره بريده د واک چارې لومړی په خپله ادراه کولې او په دويم ګام کې د ده د کورنۍ غړو. نو ځکه خو د ده درباريانو ډېر واک او ځواک نه درلود.
تېمور څلور زامن (۱۷) اولس لمسانې او لورګانې او ۳۲ لمسيان لرل. جهانګير، امير شيخ، ميرانشاه او شهرخ يې زامن ول. د ده د زامنو په لړ کې يو هم ميرانشاه وه چې د تېمور په سپارښتنه د پارس او ازربايجان حکمران شو.
نوموړی دومره په ځان مين وه، چې خپل ناوړه کړه وړه ورته هم ښه برېښېدل.
د مثال په ډول، کله چې ده وليدل د تبرېز ماڼۍ دومره زړه راښکونکې دي چې دی د دې وس نلري له دې نه ښې ماڼۍ جوړې کړي، نو د دې وس خو لري چې دغه ماڼۍ له خاورو سره خاورې کړي. يا دا چې پخپله مانۍ کې به ناست وه لاندې به يې طلاوې راغورځولې او خلکو به پرې غوټې وهلې چې ډېرې طلاوې ترلاسه کړي. ده به له دې ګڼې ګوڼې نه خوند اخست.
کله چې امير تېمور خبر شو چې خزانې يې تشې شوې، نو وې ويل چې په دې کې زما د زوی ګناه نده، دا ځکه چې دی له اسپه غورځېدلی، نو خپل واک يې له لاسه ورکړی دی. دا ټوله ګناه د ده د درباريانو ده.
تېمور امر وکړ چې د ميرانشاه نژدې ملګري او سلاکاران په دار وځړوي. هماغه وه چې مولانا محمد کاخکي، استاد قطب الدين نايي، حبيب عودي، او عبدالمؤمن يې په سزا ورسول.
د تېمور بل زوی شاه رخ چې کله خبر شو، پلار يې مړ شوی دی نو ځان يې د خپلو درباريانو په ملاتړ او مشوره په هرات کې د پاچا په توګه اعلان کړ. (۸۰۷ هـ ۱۴۰۴ ز کال).
که څه هم له ده نه د مخه د ميرانشاه زوی خليل د خپل تره زوی ميرزا پير محمد له کمزورۍ نه ګټه واخسته، سمرقند يې ونيو او تر (۸۱۲ هـ – ۱۴۰۹ ز کال) پورې د ماوراءالنهر په ډېرو سيمو واک چلوه.
د امير تېمور دغه لويه ټولواکمني د خپلو زامنو او لمسيانو تر مينځ ووېشل شوه، هرات کې شاه رخ په تخت کېناست، خليل په سمرقند کې پاچا شو، وروڼه ي هر يو عمر او ابوبکر په پارس او ازربايجان کې د پاچاهۍ په تخت کېناستل.
شاه رخ چې د تېمور د اولادې په مينځ کې ځانګړی ځای درلود او مېرمن يې ګوهرشاد، هغه څوک وه چې د هېواد له ابادۍ سره مينه درلوده. په علم او ادب پالنه کې نامتو وه چې اوس هم په هرات او مشهد کې د دې او د شاه رخ د مهال نښې نښانې تر سترګو کېږي.
د تېمور په اولاده کې ريښتيا هم چې شاه رخ ميرزا د ډېر باور وړ و ګرځېد، کله چې په بلخ کې ميرزا پيرمحمد او په سمرقند کې ميرزا خليل د ميرزا شاه رخ واک او ځواک وليد، نو د ده واک ته يې غاړه کېښوده. بيايې سلطان علي سبز اېل کړ او د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال يې د تېمور بل لمسی سلطان حسين او همدا رنګه امير سليمان شاه يو د بل پسې و ځپل، د شاه رخ زوی ميرزاالغ بېګ اندخوی او شبرغان ونيول.
نوموړی د خپل واک په پرلپسې کلونو کې غور، بلخ، بدخشان، تخارستان، فراه، کندهار، غزني، کابل او سيند يو د بل پسې لاندې کړل.
په ۸۱۴ هـ (۱۴۱۱ ز کال) د هند د پاچا استازی د ملتان قاضي، خضر خان د شاه رخ دربار ته راغۍ او په بادغېس کې ورته د پاچا فرمان وړاندې کړ. چې له دغې نېټې وروسته په هند او سمرقند کې سکه او خطبه د ده په نوم شوه.
د شاه رخ ميرزا د مهمو کارنامو په لړ کې يو هم د هرات ښار بيارغاونه وه. د اختيارالدين کلا چي د فخرالدين کرت لخوا جوړه شوې وه د ده په امر بېرته ودانه شوه.
شاه رخ ميرزا د امير تېمور د ټولواکمنۍ سمبول و ګرځېد او د ده د پاچاهۍ دب دبه په افغانستان کې و ژغورل شوه چې پلازمېنه يې د هرات ښار و ټاکل شو.
که څه هم شاه رخ د افغانستان، ماورالنهر او ايران پاچا وه ولې افغانستان د سياسي او نظامي پېښو مرکز ګڼل کېده.
د شاه رخ د ټولواکمنۍ څلور خواوې له سيحون نه نيولې د عرب تر سمندرګي او د پارس له لويديځو څنډو را واخله د سيند تر غاړو پورې رسېدې.
نوموړي د ۷۲ کالو په عمر په ۱۴۴۶ ز کال پداسې حال کې چې په ايران کې په سفر بوخت وه ناروغه شو. چې په پای کې د همدغې ناروغۍ له کبله ومړ او مړی يې له هرات نه سمرقند ته و لېږدوه او د پلار په هديره کې شخ شو.
لکه څرنګه چې د چنګېز له مړينې وروسته د ده ټولواکمني د ده د اولادې تر مينځه ووېشل شوه دا رنګه د تېمور له مړينې وروسته هم په لږ توپير د ده د اولادې تر مينځ يو شمېر جګړې او نا خوالې مينځته راغلې. خو اوښيار او په چارو بلد شاه رخ تر يوه بريده د خپل پلار د واک او ځواک دب دبه خوندي کړه. ولې پخپله د شاه رخ له مړينې وروسته کله چې الغ بېګ سمرقندکې پاچا شو د ده په وړاندې هم کورنی اخ و ډب پيل شو.
دی له سمرقند نه بلخ ته راغی د هېواد يو شمېر شمالي سيمې يې و ګواښلې او بيا يې خپل زوی ميرزا عبدالطيف د همدې سيمو حکمران وټاکه. په دغه وخت کې د شاه رخ ميرزا لمسی ميرزا علاالدوله چې د نيشاپور حکمران وه هرات يې (۸۵۱ هـ کال) ونيو او بيا په بلخ او شبرغان يې بريد وکړ.
ميرزا ابوبکر د شاه رخ بل لمسی په تخارستان کې پاڅون وکړ.
د الغ بېګ د واکمنۍ لا دوه کاله پوره شوي نه وه چې ميرزا ابوالقاسم بابر د مازندران حکمران په پاڅون لاس پورې کړ او په ۱۴۴۸ ز کال يې هرات لاندې کړ او بيا په ۱۴۵۵ کال مړ شو.
الغ بېګ چې د هېواد پلازمېنه له هرات نه سمرقند ته لېږدولې وه څو وارې له سمرقند نه افغانستان ته راغی. خو څنګه چې يو سياسي سړی نه وه له پلار نه پاتې ټولواکمنۍ يې و نشوه ژغورلی. ان تر دې چې په (۱۴۴۹) کال د خپل زوی ميرزا عبدالطيف په اشاره ووژل شو.
له الغ بېګ نه وروسته د امير تېمور دغه لويه ټولواکمنۍ په سيمه ييزو حکومتونو ووېشل شوه او د لس کلنې خپل مينځي جګړو په پایله کې د هرات د تېمور يانو يو نامتو سلطان ابوسعيد ګور ګاني د سياست ډګرته را ووت او په هرات کې د پاچاهۍ په تخت کېناست.
سعيد د ميرزا سلطان محمد زوی د ميرانشاه لمسی او د ګوډ تېمور کړوسی کېده. دی په لومړي سرکې د الغ بېګ په حکومت کې مامور وه خو د عبدالطيف لخوا په سمرقند کې بندي کړی شو، ولې له زندان نه و تښتېد او د عبدالطيف له مرګ نه وروسته يې په بخارا کې پاڅون وکړ، چې په پای کې د هغه ځای ناستی ميرزا عبدالله يې وواژه او د سلطنت اعلان يې وکړ.
نوموړي له شپږو کالو وروسته له ماورالنهر نه افغانستان ته راغی.
په دغه وخت کې افغانستان د تېموري شهزاده ګانو د خپل مينځي جګړو ډګر وه. دی د دې جوګه شو چې دغو جګړو ته چې افغان اولس يې ډېر ځورولی وه د پای ټکی کېږدي.
سطان ابوسعيد چې د هرات واک خپل کړ نو بيا يې د شاه رخ ميرزا د نامتو مېرمن ګوهرشاد بېګم د وژلو فرمان خپور کړ. (۸۶۲ هـ ـ ۱۴۵۷ ز کال) ابوسعيد بيا هم په خپل مينځي جګړوکې ښکېل شو. خو د ده نامتو سيالان سلطان حسين، ميرزا ابراهيم، ميرزا سنجر، ميرزا محمد جوکي (د ميرزا عبدالطيف زوی) او نور ول. خو د دغو ټولو په لړ کې سلطان حسين په دې بريالی شو چې نوموړي ته د ايران په شمال کې ماته ور کړي.
کله چې ابو سعيد په همدغه جګړه کې ۱۴۶۸ ز ـ ۸۷۳ هـ کال) و مړ نو بيا سلطان حسين واک ته و رسېد.
سلطان حسین بايقرا د غياث الدين منصور زوی د بایقرا لمسی د عمر شيخ کړوسی او د امير تېمور کوسی کېږي. د ده د زوکړې په اړه يو شمېر تاريخپوهان انګېري چې سلطان حسين په ۱۴۳۸ کال په هرات کې زېږېدلی دی.
«سلطان حسین تر ۳۹ کالو پاچهۍ وروسته ۹۱۱ هـ (۱۵۰۵ ز) کال د ذيحجی مياشتې پر ۱۱ پر اويا (۷۰) کلنۍ مړ شو.»([4])
له دې څخه څرګندېږي چې نوموړی په ۱۴۳۵ ز کال زېږېدلی دی او د شلو (۲۰) کالو په شاو خوا کې وه چې په مازندران کې په دندې وګمارل شو. ولې کله چې د سلطان ابوسعيد له مړينې خبر شو نو ځان يې هرات ته ورساوو او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
 دې شاه رخ ميرزا په څېر په علم او هنر مين سلطان وه. د ده په در بار کې پوهانو او هنرمندانو ډېر قدر او درناوی درلود، چې موږ په دغه لړ کې نامتو عالم وزير اميرعلي شېر نوايي جامي او بهزاد د بېلګې په توګه يادولی شو.
د دې په څنګ کې بيا هم د سلطان د واکمنۍ په مهال کورنی اخ و ډب روان وه. د ظهرالدين بابر د څرګندونو له مخې نوموړي څوارلس زامن لرل چې يو شمېر يې په عياشي او يو شمېر نور يې په خپل مينځي جګړو اخته ول.
د سلطان حسين بايقرا د مرکزي حکومت ستنې د ده خپلو زامنو لړزولې وې. لا کله چې نوموړي د خپل مشر زوی په ځای خپل دوم زوی مظفر حسين غوره وګاڼه دا ځکه چې د ده د ګرانې مېرمنې «خديجې بيګي اغا» زوی وه.
ولې د ده مشر زوی بديع الزمان چې د بلخ حکمران وه سخت غبرګون وښود چې خبره ان د جګړې تر بريده ورسېده. خو د « النګ نشين» په جګړه کې د پلار د ځواکونو په وړاندې ماته وخوړه.
دا رنګه کورنيو جګړو له يوې خوا د سلطان حسين بايقرا د سلطنت ستنې لړزولې خو له بلې خوا په سيمه کې د نويو حکومتونو را ټوکېدل هغه څه وو، چې د نوموړي واک او ځواک يې له ستر ګواښ سره مخ کړی وه.
لا کله چې سلطان حسين بايقرا ومړ افغانستان له درې سترو ننګونو سره لاس او کرېوان شو:
1- په شاهي کورنيو کې ډېر ځله داسې دود وه چې د پلار له مړينې وروسته به د ده مشر زوی د هغه ځای ناستی ټاکل کېده .
خود شاحسين بايقرا له مړينې وروسته هم د هغه زوی بديع الزمان ځان د دې وړ ګاڼه چې د پلار ځای ناستی شي خو د هغه ميرني ورور مظفر حسين د خپلې مور «خديجې» په مټ کوښښ کاوه چې له خپل پلار نه ورته پاتې ملک ووېشي نو ځکه خو سکه او خطبه د دواړو په نوم شوه.
۲- له يوې خوا د وروڼو تر مينځ د واک په سر سيلالۍ او له بلې خوا په افغانستان کې د سيمه ييزو واکمنو شتون هېواد د وېش په لور روان شو.
۳- په ماوراءالنهر کې د شيباني حکومت شتون يو بل ګواښ وه چې د سلطان حسين بايقرا ټولواکمني يې وګواښله. (۱۵۰۰ ز کال)
همدا راز په ايران کې د صفويانو واک (۱۵۰۲ ز کال) يو بل لامل وه، لکه څنګه چې د افغانستان شمالي سيمې شيبانيانو ځپلې دا رنګه د صفويانو ځواک د هېواد لوېديځې برخې تر ګوروت لاندې راوستې.
۴- په هندوستان کې د بابري نظام (۱۵۲۵ ز کال) ټينګښت يو بل مهم لامل وه، چې د افغانستان ختيځې سيمې ورورو تر خپلواک لاندې ونيولې.
بابر د يوه پياوړې پوځي کارپوه په توګه په دې باور وه چې په هرات کې په تخت ناست وروڼه بديع الزمان – مظفر حسين) د دې جوګه ندي چې د محمد شيباني خان او د صفوي شاه اسمعيل خان په وړاندې ودرېږي، نو ځکه يې کوښښ کاوه چې د افغانستان په ختيځو سيمو کې د کابل په ګډون خپل واک او ځواک پياوړی کړي.
بابر لا دغه مهال په کابل کې وه چې مظفر حسين د شيباني خان له لاسه په بادغيس کې ماته وخوړه او بدخشان ته وتښتېد.
همدا ډول بديع الزمان لومړی اذربايجان ته وتښتېد او بيا ترکيې ته لاړ چې د ژوند تر پايه هملته وه. په پای کې همدغه ټول ياد شوي لاملونه ول چې افغانستان په څو برخو ووېشل شو.( نوربیا )
[1] – اتحاد د کاظم وقايع مهم تاريخ ۱۳۶ کال ۱۴۳ مخ.
[2] – ملفوظات تيموري ۳ ټوک ۴۲ مخ.
[3] – ميرخوند روضة الصفا ۱۱۲۵ مخ.
[4] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۲۱۲ مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب