جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالب او امریکايي پلاوي په دوحه کې سره ویني

طالب او امریکايي پلاوي په دوحه کې سره ویني

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی به نن او سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د اسلامي امارت له پلاوي سره وویني.

د رویټرز په حواله، د امريکا متحده ايالاتو دوه چارواکي به د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ، د هغوی له پلاوي سره خبرې اترې وکړي.

امريکايي سرچينو ويلي، چې امريکايي پلاوی به له طالب لوري سره له افغانستان څخه د بهرنيو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د خوندي بهر ته ويستو، له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو، په خاص ډول د القاعدې ډلې د نه استفادې او افغانستان ته د بشري مرستو د استولو په اړه خبرې وکړي.

طالبانو په دې اړه په ښکاره څه نه دي ويلي، خو پرون يې ومنله چې قطر ته ورغلی پلاوی به يې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو له ديپلوماتانو سره وويني.

رویټرز ويلي، چې د امريکا متحده ايالاتو په پلاوي کې د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شامل نه دی.

پرون د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې میرمن وندي شرمن اسلام اباد ته د سفر پر مهال وويل، چې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره لا ډېر وخت شته، ځکه طالبان بايد په عمل کې د نړيوالو شرطونو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب