سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهمحقق: طالبانو کودتا کړې، واکمني يې مشروعيت نه لري

محقق: طالبانو کودتا کړې، واکمني يې مشروعيت نه لري

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) ‏د افغانستان یوه مخکښ هزاره مشر حاجي محمد محقق ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د يوې کودتا په بڼه واک ترلاسه کړی او دغه واکمني يې هیڅ ډول مشروعیت نه لري.

محقق، چې اوس مهال په ترکيه کې ژوند کوي، ټینګار وکړ، چې که طالبان د خپلې واکمنۍ د مشروعيت او دوامداره کيدو فکر لري، بايد د افغانستان مختلفو لوریو سره کیني او د ملي ارادې په اساس يوه ټول شموله حکومت جوړولو ته تيار شي.

حاجي محقق په يوه مرکه کې د روسیې لخوا د افغانستان په اړه د جوړيدونکي کنفرانس په اړه هم خپل نظر وړاندې کړ.

هغه وويل، چې دغه کنفرانس ته تر اوسه نه دی بلل شوی.

محقق د دغه کنفرانس په اړه ټينګار وکړ، چې د افغانستان د قضيې حل ته بايد پکې په سمه توګه پاملرنه وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو پر کابل تر واکمنیدو مخکې ډېرو قومي او سياسي مشرانو ته د مختلفو غونډو او کنفرانسونو پر مهال د ټول شموله نظام جوړلو لپاره د چمتوالي ډاډ ورکړی و.

دوی اوس په يوازې ځان، هغه هم د ملایانو او مدرسو د فارغانو په قاطع اکثریت ګډون حکومت اعلان کړی، چې توندو نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

4 COMMENTS

  1. ډېر بې وجدانه خلک یئ. تاسو همیشه همدغو لنډغرو ته پر طالبانو ترجیح ورکوئ او دا پاڼه داسې چلوئ لکه د لنډغرو استازي چې یاست.د تېرو شلو کلونو هغه جرم او جنایات چې د همدغو غلو او داړه مارانو پر مټ تر سره شول، هغه مو هېر کړل. تاسو په خپل هر خبر کې په ډول د طالبانو تخریب کوئ.

  2. کله چی دا کرغیړنی څیرې ووینو چی په تیرو شلو کلونو کی يی د یو ښیرازه افغانستان او او افغانانو ارمانونه د خپلو شخصی کټو لپاره د خاورو سره خاوری کړی دی. ددوۍ دټول شموله حکومت نه مطلب هم دادی چی ددوۍ په شان زاړه ملی خاینان پکی یو وار بیا ځای په ځای شی او د افغانستان د خپلواکۍ ژرړی بېا راو نڼوی او دولس په سر لوبی وکړی.

    بلی خوا تالب ددې خاینانو په ورکولو سره د عام ولس زړه ګټلی خو له بده مرغه تالبانو داسی تک لاره خپله کړی چی ټول ولس به د جهالت او تیارو کندو ته وغورځوی. تالبانو د افغانستان نه د حقانی د مدرسی په څیر شخصی مدرسه جوړه کړی او ټول د کار اهل افغانان يی له دندو محرومه کړی دی. داسی بریخی چی افغان ولس نه پخوا او نه اوس چا د خپل برخلیک په هکه پوښتلی او یااهمیت ورکړی دی.

    محمد وروره ستا ګیله د تاند داداری نه بی ځایه ده ځکه چی دا یوه ازاده رسنۍ ده چی ورځنی خبرونه خوری او د هرچا خبرونو او نظریاتو ته ځای ورګوی. خو دا سې نشی کولی چی یوازی د تالب په ګټه خپرونی وکړی او یا ورته ټوله ورځ دتالبانو نعتونه خواره کړی.

  3. قدرمنه دردمن صاحبه! لمړی خو دې دردونه چې حتماً زما په شانې د هېواد او د سپېڅلو خلکو دردونه دي، دوا شه. دوهم زه طالب نه یم او د هغوی د ځینو کارونو سره هېڅ علاقه نه لرم. خو کله چې د تېرو شلو کلونو ناخوالو ته ګورم او دا چې په هېواد کې د اشغال تر سیوري لاندې په ځانګړې توګه د پښتنو سره څه وشول، بیا د ځان سره ووایم چې دا هېواد به د بهرنیو او کورنیو لنډغرو اشغالګرو څخه څنګه او چا خلاص کړی وای. بل دا چې زه وایم د یوې خوا دا خلک ډېر نوي دي او د بلې خوا څخه یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي، نو خامخا دوی د هرڅه مستحق دي. په حکومتدارۍ کې درې اصله مهم خو دوه یې چې صداقت او جدیت دي د دریم څخه چې مهارت دی، ډېر مهم دي. مونږ کارپوه او ماهرین خلک لرو او زه یقین لرم چې ورو ورو به کار اهل د کار ته وسپارل شي. زما په نظر د طالبانو لویې اتلولۍ ته باید د قدر په سترګه وکتلای شي او هېڅکله د تېرې دورې د خاینانو د اعملو سره پرتله نشي. هو، که طالبان په شعوري توګه د هېواد او ملي ګټو پر ضد عمل وکړي، په دې صورت کې به یې نه یواځې زه، بلکه ته او ټول په هېواد مین خلک داسې ورټي چې د دوی د دایمي ورکېدو سبب به شي. زه به د تاند د چلوونکو څخه خپله ګیله چې د هېواد درد په کې نغښتی دی، بېرته واخلم. مننه

  4. If there is only two choices of Thieves managing Afghanistan in par with 21st century and Talibs take it backward to 12 century, I would rather choose the former than latter .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب