جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د افغانستان او ډيورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوو

پاکستان: د افغانستان او ډيورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوو

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) پاکستاني چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د افغانستان لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړوي.

ويل شوي، چې دغه کار به د پاکستان د صدراعظم عمران خان په امر تر سره شي.

پاکستاني رسنيو د صدراعظم عمران خان په حواله لیکلي، چې‏ ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.

د رسنيو په حواله، ياده پرېکړه پرون د عمران خان په مشرۍ په هغه غونډه کې شوې، چې د افغانستان د وروستي وضعيت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

پاکستان په وروستيو کې بيا- بيا د افغانستان په چارو کې په بشپړې لاسوهنې تورنيږي.

طالبانو د پاکستان د يادې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ګڼ مشران، چې په افغانستان کې تر واکمنیدو پورې د پاکستان په ملاتړ، د پاکستان په واک لاندې سیمو کې اوسیدل، تورن شوي چې د پاکستان تر ژور اغېز لاندې دي او د احکامو پیروي يې کوي.

طالبانو بيا دا ډول تورونه ردکړي او ويلي، چې د پاکستان په ګډون ټولو هېوادونو سره متقابل سياست مخته وړي او خپلواک دي.

1 COMMENT

  1. بالاخره داسی ورځ راورسیده چی وروسته تر ۴۸ کلونو د افغانستان لپاره اداره جوړیږی له خیره.
    ظاهر شاه، داود خان او دې نورو دا خبره خوب او خیال باله
    څوک به د دی اداری تابعیت کوی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب