جمعه, مې 17, 2024
Home+ستراتیژیکه ناکامي که د پوستين بدلون؟

ستراتیژیکه ناکامي که د پوستين بدلون؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

امریکایانو په خورا کبر او غرور  پر افغانستان یرغل وکړ، خو بيرته شرمنده ووتل. د” ترهګرۍ ضد جګړې”  تر عنوان لاندې جنګ کې د ستراتیژیکې ناکامي له امله د متحده ایالاتو جنګي جنون وځپل شو او د قطر له تړون څخه هيڅ ذيدخله اړخ افغانان او نړئ راضي نه ښکاريږي.

زلمی خلیلزاد  يو افغان نژاد امریکایی دیپلومات دى چې له ډیرې مودې راهیسې د واشنګټن په افغان پاليسي کې  ښکېل دى او متنازع جنجالي څېره پيژندل کيږي. په افغانستان باندې د امریکا د يرغل په مهال د بن په لمړۍ غونډه کې يې د افغانستان دولت په جوړولو او جنګسالارانو ته د واک په سپارلو کې خورا مهم رول درلوده . د اساسي قانون له جوړولو څخه رانيولې د ولسمشرۍ سیسټم تر رامینځته کولو پورې ټولو مسائلو کې ښکېل وو. نوموړى د امریکايي او افغاني سياستوالو په غولولو کې ښه تجربه او مهارت لري، خپلو شخصي ګټو ته په کار کولو او حتى د امریکا تر ګټو هم خپلو ګټو ته په لومړيتوب ورکولو تورن دى.

ولسمشر غني په مبهم حالت کې ساتل ګواښونه له ځانه سره درلودل. نوموړي ته په زغرده ويل اړين وو چې  تر مشرتابه لاندې يې سوله ناشونې ده، خو خليلزاد نوموړئ د يأس او اميد ترمنځ ساته. موږ   له ډيرو سياسي مشرانو سره په ناستو کې دغه نظر شريک کړى دى چې د خليلزاد تر مشرتابه لاندي له طالبانو سره د امریکا مذاکراتي ټيم  د افغانستان د حکومتي اړخ په منزوي کولو داسې غلطي وکړه چې يا به فاجعه رامنځته کوي او يا هم د جګړو يوه بله لړۍ پيل کيږي.

لامل يې هم داده چې حکومتي خوا به د هوکړه لیک د مادو د عملي کولو په تړاو ځان مجبور او مکلف نه ګڼي. ولسمشر غني په هيڅ ډول د واک پريښودلو ته تيار نه وو. له خليلزاد سره په خبرو کې کله هم ولسمشر غني په زغرده او يا هم کنايتاً د سولې په موخه له واک څخه د تيريدو خبره نه ده کړې. حتى د افغانانو ترمنځ په ناستو کې هم پخواني ولسمشر غني له واک څخه تيرېدل د نجيب د اشتباه تکرار بللى وو او دغه کار يې د نه منلو ګڼلى وو.

امریکا او د هغوى د مذاکراتي ټيم مشر خليلزاد له طالبانو سره په هوکړه لیک منلې وه چې، د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې د راتلونکي حکومت غټه برخه به طالب لوري ته ورکول کېږي او دغه ډله به پکې عمده رول ولري؛ نو پوښتنه دا ده چې امریکا او د هغوى مطلقاً ناکام يا غولوونکى ټيم ولې د غني د سخت غبرګون اټکل ونشو کړاى؟ ايا هغوى د غني د لا تر دې هم د سخت غبرګون انتظار نه کاوو؟ که ځواب منفي وي نو د خليلزاد په ګډون د ټول ټيم غړي يې بايد امریکا ته د ستر شرم اړولو له امله سملاسي مستعفي شوى واى او که ځواب مثبت وي، نو هغوى د ولسمشر غني د منفي غبرګون په پايله کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره کوم ګامونه پورته کړل؟

زه پخواني ولسمشر غني ته قطعاً برائت نه ورکوم. نوموړي باید حتماً د امریکا او طالبانو له مذاکراتي بهیر څخه د بهر پاتې کېدو په مهال غبرګون ښودلى واى، ددغه عمل مخالفت يې کړى واى او نړئ يې په زغرده د راتلونکو خطرناکو پايلو د مسئوليت نه منلو خبره کړې واى.  بله دا چې نوموړي بايد د خپلو مفسدو ملګرو د خبرو منلو پر ځاى د ارګ ميشتو سلاکارانو او امنيتي بنسټونو د ژمنتیا او وفاداري په تړاو په واقعیتونو ولاړه دقيقه محاسبه هم له ځانه سره درلوداى. که له شديد خطر سره مخ هم واى، نو د ماضي ژمنو ته يې بايد فکر کړى واى چې په چيغو چيغو به يې ويل “دا مې کور او دا مې ګور دى”

مګر بيا هم وايم چې که نوموړى د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو يو اړخ نه وو، نو مسئوليتونه او مکلفیتونه يې هم محدوديږي. نوموړي څه مکلفیت او کوم ډول مسئوليت  درلوده چې له واک څخه د لاس په سر کيدو په ګډون په داسې هوکړه لیک کې شامل هر څه ومني چې نوموړئ  نه د همدغه تړون برخه وو او نه هم ورسره سلا او مشوره شوې وه؟

داسمه ده چې د اشرف غني حکومت د هر اړخیز او په لوړې کچې مالي او اداري فساد کې د ښکېلتيا ، د جنګسالارانو او زورواکانو لخوا په مطلق ډول يرغمل شوې اداره، د ولس په هيلو باندې د سترګو پټولو له امله د واټن جوړيدو او له ټولو مهم داچې د ارګ ميشتو لخوا  په واک باندې د منګولو خښولو له امله نړيواله ټولنه دې نتيجې ته رسيدلې وه چې له دغه ګرداب څخه د نجات لپاره يې په هر ممکنه لاره باندي فکر وکړي. نړئ او ولس له طالبانو سره د سولې له کولو او د يوه بې پرې موقت ولسمشر تر رياست لاندي د ګډ حکومت له جوړولو پرته په نور هر څه باور بايللى وو. د ولسمشر غني حکومت عملاً وجود نه درلوده. له نيم زيات افغانستان طالبانو تر ولکې لاندې وو او باقي حکومت د زورواکانو په اشارو چليده.

مګر د حيرانتيا خبره ده چې خليلزاد له شرموونکې ستراتیژیکې ناکامي او له سپکاوي ډکې ننګوونکى هوکړې سره سره په کوم حقوقي او اخلاقي استدلال پخوانى ولسمشر غني له کابل څخه د تېښتې له امله د اوسني ترينګلي سياسي وضعیت په تړاو پړ ګڼي؟ اصلاً خبره داده چې امریکا په ټوليزه توګه او خليلزاد په ځانګړي ډول نه ارزښتونه پيژني نه معيارونه لري، نه اخلاقي پولې لري او نه ژمنو باندي د عمل کولو تاريخ لري.

موږ ته خو د اوسني وخيم سياسي صورت حال سره د مخ کيدو څرک هغه مهال لګيده چې امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرې پيل او حکومت يې له دغه بهیر څخه بهر کړ. که يو پر بل باندې د پړې اچولو لوبه پريږدو او منل شوي اخلاقي کوډونه بنسټ وګرزوو، نو دقيقاً پوهيږو چې د خليلزاد په مشرئ امريکايي ټيم او په ټوليزه توګه امریکا باید د اوسني ناورين مسئوليت  ومني.

ما ته دقيقاً ياد دي چې له يوه امريکايي ديپلومات سره مې د خبرو په مهال د قطر له هوکړې څخه د افغانستان د حکومت د بهر ساتلو په پايله کې د ولسمشر غني لخوا په ممکنه  انتقامي عمل باندې د لاس پورې کولو له امله د  بشري فاجعې خبره شريکه کړه، نو د هغه ځواب يقيناً داسې وو لکه چې هغه د دغه ناورین په راتلو باندي پوهيده. ما ته يې په ځواب کې داسې مجهول الفاظ وکارول؛

” د موقت حکومت جوړولو او د ولسمشر غني د واک پريښودلو په برخه کې په زغرده خبره کول يقيناً ريسکونه لري، نو موږ باید په دغه هکله نهايتاً محتاط واوسو”

هغه مهال ما دغه خبره داسې وګڼله چې امریکا ته د ممکنه ناورين په تړاو معلومات او د مخنیوي لپاره يې پلانونه هم لري ځکه خو دغه ديپلومات زما د نظر په تړاو نه غواړي په زغرده هغه پلان راسره شریک کړي چې هغوى يې لرى. مګر اوس پوهيږم چې هغوى له وضعیت څخه سم تحلیل نه درلوده او يا هم د اوسنى ناورين د پلان يوه برخه وو چې نه يې غوښتل زما خبره مهمه وګڼي.

لنډه دا چې د تېر نظام د نسکورېدو علائم موجود وو د حکومت ختمېدل حتمي وو، خو پوښتنه دا ده هغه څه چې پېښ شو فاجعه وه که اړتیا؟ مهندسې وه که انساني غلطي؟  او که ليوه د پسه پوستين واغوست؟ امریکا او زموږ ټول کورني اړخونه بدنام او ناکام شول. هغوى به خپلې غلطيانې وارزوي او که لکه د مخکې په شان پړه به يو پر بل اچوي؟
دا او داسې ډېرې پوښتنې لا نه دي ځواب شوې او ډير معلومات لاهم پټ پاتې دي! راتلونکى وخت او تاريخ به د هرې پوښتنې لپاره ځواب ووايي خو انتظار اړين دى.

7 COMMENTS

  1. سلام
    خلک وایی چې سیاست هغه لوبه ده چې مخ او څټ نه لری .خو په افغانستان کې دواړه لری.لکی هم لری هغه په دې مانا چې نړیوالې ټولنې مو په ټول شمول غوږونه راوخواړه. پوښتنه داده چې دبن ککړکنفرانس کې هم ټول شموله حکومت وه که وه نو ولې اشرف غنی ۳۵ ملیونه ولس ۳۵۰ زر عسکر ، ناتو او منتو قواوې له ارشدو سلا کارانو محقق بیسواد او امیتا بچن حمدالله جمع ستوان امرالله چې دبارلمان غړی یی جهنم ته استول تول یې شاته پرېښودل او وتښېد. دا څه دول ستراتیژی وه ؟
    خلیل زاد د سیاف مڼې هم وخوړلې هر یوه نه یی په خپل وزن کې فرعون جوړکړی وه .له خلیل زاد نه دې که دامریکایی دېپلومات نوم لیرې کړ یوازی پوچ کارتوس غوندی نور څه نه ورته باتې کېږی ۱
    غنی ډېر مناسب طلایی فرصتونه له لاسه ورکړل ځکه یو ستراتیژیست نه وه دخلکو له منخه نه وه راپورته شوی زوړ احساساتی امریکایی مشربه اماتور وه ! داشرف غنی ګډوله پرچمی اداره کې دیر بی ناموسه خلک ول ده ولیدل چې لومړی همغو بد ورپسې وویلې.دشمن دانا بلندت میکند برزمینت میزند نادان دوست.غنی ته څپیړه وهل ښه وه له داسې تاریخی تېښتې سره.

  2. TO ABDUL WAHID WAHID;
    DEAR YOU ALWAYS WRITE SOME THING AGAINST DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI.
    LISTEN
    AFGHANSISTAN NEVER GOT LIKE GHANI IN PAST 200 YEARS AND IN THE FUTURE TOO.
    IF MANY WARLORD&CORRUPT WAS AGAINST DOCTOR GHANI LIKE KARZAI/MASOOD BROTHERS//RABANI/ATTA NOOR/QADEER FAMILY AND KHALIL ZAAD.
    BUT DOCTOR SAHIB GOT THOUSANDS OF SUPPORTER/HONEST AFGHANS,
    GHANI RUN IN ONE HAND WAR WITH PAKISTAN&IRAN/BUT IN OTHER HAND HE DID MANY POSITIVE PROJECTS/LIKE DAME ROADS/ /AGRCALTURE
    POLITIC IS NOT SIMPLE;; WHO TOOK WEAPONSE FROM SECURITY GUARDS OF PRESIDENT
    YOU KNOWS// IN BADAKHSHAN/HERAT/GHAZNI THE HIGH POST SECURITY officers DID NOT GET MONEY/.
    HOW MANY GANRALS WITH FAMILY DIRECTLY ARE IN LONDON OR IN AMERICA.
    AMERICA IS CONNECT WITH BRITISH/BRITISH IS CONNECT WITH PAKISTAN AND PAKISTAN IS CONTROLLER OF TALIBS//QATAR IS ONE AGENCY OF AMERICA.
    FIVETHOUSAND AND FIVEHUNDREDS PRISONER GET FREE BY PRESSURE OF KHALILZAD.
    I EXPLAIN TO YOU//STOP SABOTAGE AGAINST DOCTOR SAHIB Ashraf Ghani.HE IS THE BEST ALWAYS.
    razmohammed kamawal newyork

  3. کاموال صاحب محترمه
    زه په انګليسي ادب کې درې ديرش کاله وړاندې ليسانس لرم. ستاسو انګلیسي کمزورې ده. زما مشوره ومنئ چې ليکل په خپله مورنۍ ژبه وکړئ
    بله خبره داده چې که زه په چا باندې نيوکه کوم نو دغه مى حق دى. تأسف کوم چې تاسو په نيويارک کې له اوسيدو سره سره نه انګلیسي زده کړې ده او نه مو هم د بيان ازادي حق زده کړى دى.

  4. ښاغلي عبدالوحيد وحيده چاري مو ښي،
    ليکل ځانله يو هنر دی هر څوک دا هنر نه لري خو که څوک نظر وړاندي کوي نو دومره زيار خو د وباسي چه لوستونکي يي په ليکنه پوه شي، که نه هغه ليکنه بي معنا ده.
    ماته ستاسو او د ښاغلي شريفزاده دليکني ډول اوچت ، روان او مفصل بريښي او ډير په مينه يي لولم برسيره پر د چي له تاسو دواړو سره په بعضي برخو کي هم نظره نه يم.
    د ښاغلي کاموال تبصري هيڅ نه لولم ځکه چي په پښتو بريښنا پاڼه کي بايد پښتو ليکل وشي.
    روغ اوخوشحاله اوسي

  5. ښاغلى لوګى وروره
    اختلاف ستاسو حق او زموږ د سمون او بدلون لپاره تعمیري رول لري. شريف زاد صاحب يقيناً دروند دريز نيسي او زه هم ورته په خورا درنښت قائل يم.
    الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب