Home+د اکتوبر ۱۰ مه په تاریخ کې

د اکتوبر ۱۰ مه په تاریخ کې

تاند(یکشنبه، د اکتوبر ۱۰مه) له نن څخه ۱۳۴۱کاله پخوا د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لمسی امام حسین د ۶۸۰ م کال د اکتوبر په لسمه په کربلا کې د یزد د لښکرو له لوري شهید شو.

مسلمانان د حضرت حسین او د کربلا د نورو شهیدانو ورځ په قمري حساب لمانځي چې هر کال پکې تغییر راځي.

له نن څخه ۱۷۵ کاله پخوا د ۱۸۴۶ م کال د اکتوبر په ۱۰ مه بریتانیايي ستورپېژاند ویلیم لاسیل د نیپتون تر ټولو لویه سپوږمۍ یا قمر (Triton) کشف کړه.

د دې سپوږمۍ غیرمعمول مدار ښيي چې هغه د شمسي نظام په کوم بل ځای کې جوړه شوې او وروسته نیپتون ځان ته راکاږلې ده.

دا سپوږمۍ د نیپتون له کشفه څو اوونۍ وروسته انګلیسي سترپېژاند ولیم لیسلي کشف کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...