یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهخليلزاد د نجونو د ښوونځيو د زر فعاليدو غوښتنه وکړه

خليلزاد د نجونو د ښوونځيو د زر فعاليدو غوښتنه وکړه

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه ) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په عاجل ډول په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا غوښتنه پرون ناوخته پخپل ټویټر پاڼه کې کړې او ورسره يې په يو شمېر ولايتونو کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستل کيدو د راپورونو هرکلی کړی دی.

طالبانو خه باندي يوه مياشت کیږي، چې له شپږم ټولګي څخه د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

دوی دغه راز، دندو ته هم د ښځينه وو د ورتګ مخنیوی کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي خلیلزاد په يوه بل ټویټ کې د کندوز ولايت وروستۍ پېښه هم غندلې.

دا پېښه، چې د کندوز د اهل تشيعو پر یوه جومات د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شو، تر سلو ډېر کسان پکې شهیدان او سلګونه نور ټپيان شوي.

خلیلزاد ويلي، چې هېواد يې د يادې پېښې د عاملانو محاکمې ته کاږل غواړي.

د‌ هغه په باور، افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.

بل لور ته، د ايران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يې هم د کندوز پر اهل تشيعو د جمعې ورځې ځانمرګی برید غندلی او د عاملينو د مجازات غوښتنه يې کړې ده.

د ياد شوي برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی