یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان له فولبرایټ او امریکايي پوهنتون دواړو څخه محروم شو

افغانستان له فولبرایټ او امریکايي پوهنتون دواړو څخه محروم شو

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه ) د طالبانو له واکمنیدو وروسته، افغانستان په تعليمي برخه کې د امريکا متحده ايالاتو له دوو لويو فرصتونو ( فولبرایټ تعليمي بورسونو او افغان- امريکايي پوهنتون) څخه نور محروم شو.

يوه امريکايي مقام ویلي، چې افغانان ممکن له فولبرایټ بورسونو څخه محروم شي، ځکه امريکا د طالبانو واکمني په رسميت نه پيژني.

سرچينې ويلي، چې دا بندیز به د طالبانو تر نه په رسميت پېژندلو پورې دوام ولري او دا نه په رسميت پېژندل‌ بيا هغه څه دي، چې ممکن همېشنی واوسي.

بل لور ته، په امريکا متحده ايالاتو کې د قطر سفير مشعل بن حمد آل ثاني پر خپل ټویټر لیکلي، چې د کابل افغان- امريکايي پوهنتون به قطر ته انتقال او محصلين به یې له دغه هېواد څخه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو واکمنیدو يوازې افغان ښځې د کار او زده کړو له حقه نه دي محرومې کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير خو لا په تېرو ۲۰ کلونو کې ټول تعليمي او تحصيلي نظام ريشخند کړی او ویلي، چې په تېر نظام کې له فارغو زده کوونکو او محصلينو هیڅ تمه نه شي کیدای.

د‌‌ هغه د دغو خبرو په غبرګون کې ډېرو افغان ځوانانو دغه طالب وزير مناظرې ته چېلنج کړ، خو هغه د چا چېلنج ونه مانه.

پر افغانستان د امریکا د تحصيلي بندیزونو خبره په داسې مهال ده، چې پرون په دوحه کې د متحده ايالاتو او طالبانو لوړ پوړي پلاوي په ځینو مهمو موضوعاتو بحث او مذاکراتو ته کېناستل.

دا مذاکرات ممکن نن هم دوام وکړي او د دواړو لوريو ترمنځ ظاهرا ترينګلې اړيکې را نرمې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب