Homeخبرونهد سعودي د استخباراتو پخواني رئيس د افغانستان په اړه کتاب لیکلی

د سعودي د استخباراتو پخواني رئيس د افغانستان په اړه کتاب لیکلی

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه) د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رئيس ترکي الفيصل « د افغانستان دوسيه» په نوم کتاب لیکلی.

ويل شوي، چې دغه کتاب په عربي او انګليسي ژبو لیکل شوی.

تر اوسه د دې کتاب جزییات ډېر نه دي رسنيز شوي.

په کتاب کې ليکوال د طالبانو له بنسټګر او لومړني مشر ملا عمر سره د خپلې لېدنې کيسه هم کښلې ده.

الفيصل د طالبانو د پرځول شوې واکمنۍ په وروستيو کې کندهار ته تللی و، څو طالب مشران د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن سعودي عربستان ته وسپاري.

د سعودي د استخباراتو پخواني رئيس څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې وويل، چې طالبانو هغه مهال کندهار ته د‌ ده د سفر پر مهال ومنله ږ چې اسامه بن لادن به د‌ هغه اصلي هېواد ( سعودي عربستان) ته سپاري، خو وروسته يې خپله دا ژمنه ماته کړه.

د سعودي د استخباراتو دغه پخواني رئيس دا هم وويل، چې طالبان اوس هم له القاعدې ډلې سره نيږدې اړيکې لري.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي و، چې طالبان پر ژمنو د نه عمل او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړيکو له کبله په رسميت ونه پيژني.

له دې سره سره ويل کيږي، چې د سعودي عربستان د استخباراتو د پخواني رئيس دغه کتاب به يوازې د طالبانو په اړه محدود نه شي.

ترکي الفيصل د پخواني شوروي خلاف د جنګیدونکو افغان مجاهدينو له مشرانو سره هم نيږدې اړيکې لرلې او سعودي د دغه جهاد له مطرحو ملاتړو څخه و.

ګومان کېږي، چې د ياد شوي جهاد او افغان مشرانو په اړه به یې هم د سعودي د استخباراتو د دغه پخواني مقام په کتاب کې ډېرې خبرې موجودې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...