شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملا متقي او پاکستاني پلاوي د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې

ملا متقي او پاکستاني پلاوي د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم آغا او ورسره راغلي پلاوي سره د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

د ملا متقي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: متقي صاحب همداراز یادونه وکړه او لازمه یې وګڼله چې په سوداګرۍاو ترانزيټ برخو کې دي د شته ستونزو د حل لپاره هم په ګډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي.

سرچینې د دواړو لوریو د مشخصو څرګندونو او پایلو یادونه نه ده کړې.

پاکستاني لوري په لنډ وخت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د ممکنه حل لارو ډاډ ورکړی.

پاکستان، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې د دوی رژیم سره اړیکې ترینګلې دي؛ د پخوا په شان بیا د دې ترینګلو اړیکو لپاره پر افغان سوداګرو فشارونه زیات کړي.

طالب چارواکو، د دغو فشارونو په غبرګون کې د پرځیدلي جمهوري نظام په شان د سیمې نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالي ته مخه کړې، چې ویل کیږي پاکستان یې وارخطا کړی او له همدې امله یې دغه پلاوی ژر کابل ته استولی.

څه موده مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی و، چې هېواد یې د هغو ادعاوو لپاره چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او نه کنټرول په تړاو یې لري؛ له هندوستان سره د افغانستان د سوداګریزې لارې د تړلو انتخاب هم په مخکې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له منځنۍ اسیا او د چابهار بندر له لارې هند سره او همدا شان ایران سره د افغانستان سوداګري د پياوړتیا په حال کې ده او اقتصادي څارونکي ورته خوشاله دي او پراختیا یې غواړي.

2 COMMENTS

  1. د ملا متقي اوخرم آغا همدا عکس د نشاني وي ، چې پنجاب به هېڅکله د سوداګرۍ په برخه کې له افغانانو سره رښتینی نه وي . له منافقینو ځان ساتل فرض عین دی ، باور پرې ونه کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب