Home+لومړنۍ تر غږ چټکه مسافري الوتکه وازمویل شوه

لومړنۍ تر غږ چټکه مسافري الوتکه وازمویل شوه

تاند- د نړۍ لومړنۍ تر غږ جټکه خصوصي الوتکه په امریکا کې وازمویل شوه.

دې تر غږ چټکې (XB-1) الوتکې، چې بوم (Boom) کمپنۍ جوړه کړې، لومړنی تجربوي الوت د کلیفورنیا په موجاوې کې وکړ.

کله چې د ۲۰۰۳ د نوومبر په ۶ مه د کنکورد الوتکو الوتنې د تل لپاره ودرول شوې، نو دا د ټکنالوژۍ په دنیا کې یو لوی شاتګ وګڼل شو ځکه بیا په هغه سرعت کومه بله الوتکه اسمان ته پورته نه شوه.

د (XB-1) الوتکې اوږدوالی ۱۹ متره او د وزرو اوږدوالی یې ۶ متره دی.

دا الوتکه د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۱مه) والوته.

دا الوتکه ۲۱۷۰ متره لوړیدای شي او په ساعت کې ۴۴۰ کیلومتره مزل کوي.

 

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی عنوان او وروستی کرښه یو د بل سره سر نه خوری. تر ږغ چټکه الوتکه او سرعت ئې ۴۴۰ کیلومتره په ساعت کی؟ ممکن سرعت ئې ( ۱۴۴۰) کیلومتره وی ځکه د ږغ سرعت په یوه ساعت کی ( ۱۲۰۰) کیلومتره دی.
    بله دا چی که یو تکړه پهلوان د اوبو ډکه ګډوه پاس وغورځوی نو ۲۱۷۰ متره لوړه به ولاړه سی نو ددی چټکی الوتکی ارتفاع به حتماً ( ۲۱۰۰۰) متره وی نه ۲۱۷۰ متره.
    چی ددی چټکی الوتکی د سفر ټکټ به د کټواز څخه تر سپین بولدک پوری په څو وی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...