شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بې سترګو | موسی احسان

بې سترګو | موسی احسان

ښایي ارمانونه یې نور هم وي.
ویې ویل: کاش!!! زه هم… .
بېرته خپل ځانته متوجې شوو، خو بیا یې هم؛ هماغه لوری مخ اوښته.
په بېړه یې نارې پیل کړې.
د خلکو پام یې ځانته اړوه، خو په فکر کې یې د هغه ماشوم لباس، لاسي ساعت، موبایل او نور فېشن په شېبو کې ځای شوای و.
د خيال څپو اخیستی و.
ورځ کې شل و سل لېدای شي، خو ځینې بیا جلا وي.
عمر یې زیات نه و.
نرۍ ډنګره تنه یې وه.
همت یې نه بایله.
کار یې کاوه، بېخي زیات کار.
کار به څه درد دوا کړي؟
ګټل څټل دي نو.
د چا پر اوږو نه ور سپرېده.
ځانته لویه پاچاهي وه، پاچاهي.
ډېر کم شاید په دا رقم پاچاهي پوه واوسي.
ځېنې یې تمسخر کولای هم شي، خو دوی څه خبر له رازه، چې د ژوند راز څه دی؟؟؟
نور د نورو پر سرونو پښې ږدي.
موقف او حرص په انسان عجیبې کانې کا.
سړی له خپلې لارې واړوي.
لارې لټول له لار ورکو سره، د لارو په پیدا کولو کې لارې جوړوي.
ښې لارې ډېرې ښې وي، خو چې مړې پاڼې یې ملګرې نه وي.
لټون بری دی، زرینې لارې به در وښیي.
موږ هم په لټون پسې لټون کوو، څو ورکه د لټون په ذرېعه ومومو.
کراچۍ ته یې ناپامه لاس ور واچوه، لږ ځان یې پرې خوږ کړ.
سر یې تر ګرېوانه ځړيده.
شاید له رحمن ذات سره به یې مباحثې کولو ته تیاری نیوه.
د زړه درزا یې بهر اوریدل کېده.
څومره ګیلې به وي؟
والله علم.
خپلو پلور توکو ته یې ځیرې سترګې نیولې وې.
دا وړ کسان د دې کارو نه وي، خو څه به کوې چې در باندې راشي؟
هېڅ! د سړي وسه نه وي.
فکر کې یې ډېرې خبرې او پوښتنې تاوېدې.
– تسلیمېږو؟ نورو ته ژوند اور کوو؟ او که کوم بل کار؟
– ځان چې ګورم، نورو ته درد رسول درد راکوي.
– ټول به داسې وو؟
نوره کره د هوساینې په غېږه کې لوبې کوي.
د فکر نیلی یې په جګو ټیټو کې راګیر نه وي.
شېبه شېبه د ژوند له لذتونو پوره پوره خوندونه اخیستل یې یوازېنۍ مشغوله وي.
څه چې غواړي په ورین تندي، د نورو منل وي.
د عمر خوږې لحضې.
د ذهن درېڅو ته یې خواږه غږونه رسي، توند خویه هغه نشته.
ککرۍ یې د ولې له پوښتنو ډکه شوې وه.
ولې؟ ولې؟ خدایه! ولې؟
خلک فلمونه توصیه کوي، خو چم ګاونډ نه ګوري او په شته سترګو کې یې سترګې نه وي.
دا د فلم صحنې نه ګورو!
سترګې به څه کوې، چې بل نه پرې وینې؟
ښایي لیدنې به ډولونه لري.
هر سړي ته دې خدای سترګې ورکړي، چې نور پرې وویني.
زموږ ژوند ته، د فلم سخترینې صحنې عاجزې دي.
غم هېڅ وخت د چا لمن نه پرېږدي، لکه سکنی ورور یې چې وي.
ساختګي صحنې خلک ژړوي، خو په واقعیت کې بیا بې سترګو وي، بې سترګو.
سترګې څومره ښې وي، چې نور پرې ووینې.
خدایه! واقعي سترګې راکړه، واقعي سترګې.

۲۰۲۴/۰۲/۰۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب