شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه نړیوالو تورو لېستونو کې د کابل رژیم د چارواکو د شمېر...

په نړیوالو تورو لېستونو کې د کابل رژیم د چارواکو د شمېر زیاتوالی

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) پر افغانستان د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد شکایت لري، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره، په نړیوالو تورو لېستونو کې د طالب چارواکو او مشرانو نومونه نه یوازې له نړیوالو تورو لېستونو کم شوي نه دي؛ بلکې لا زیات شوي هم دي.

د هغه په وینا، د نړیوالې او اروبایي ټولنې په تورو لېستونو کې له دې مخکې د طالبانو د ۱۸ مشرانو او چارواکو نومونه شامل وو، خو د دوی له بیا واک ته رسېدلو وروسته د ۴ نورو طالب چارواکو نومونه هم په دغو لېستونو کې اضاقه شوي دي.

مجاهد پر طالب رژیم د فشار اچولو تګلاره ګټوره نه‌ګڼي او ورسره تعامل د اوسنیو ننګونو د له منځه تلو لار ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدان بیا دوی سره د نړیوالو د نسبي تعامل موجودیت؛ په ځانګړي دول پر مشرانو یې د بندیزونو اوسنۍ سطحه هم قانع کوونکي نه بولي.

دوی باور لري، چې طالب مشران باید پرته له دې چې پر دوی بندیزونه عامو افغانانو ته د مرستو رسولو خنډ وګرځي؛ باید لا نور تر فشارونو لاندې ونیول شي چې د خپل رژیم په وسیله د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د نقض او همدا شان د نړیوالو د اندېښنو او اعتراضونو د حل لپاره اصلاحاتو ته غاړه کېږدي.

2 COMMENTS

  1. ترلیب یعنې څه؟ ترهګر، افراطی ، خوارج او د بشر د حقوقو او قوانینو ناقضین. ترلیب او د هغوې ټول حامیان باید تور لست کې شامل شئ.

  2. ټالیب د بشریت ،انسانیت او اسلام دښمن دی .
    دوی هغه خوارج او د پردیو مزدوران دي چې غواړي افغانستان لکه د اروپا د منځنیو پېړیو په شان په تیاره کې وساتي ، ظلم ، وحشت ، انسان وژنه د دوی اصلي کسب وکار دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب