شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د بغلان د جنګان چینې په اړه روایتونه/ نورګل اندړوال 

د بغلان د جنګان چینې په اړه روایتونه/ نورګل اندړوال 

د بغلان جنګان چینه ددې ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د مرکز په ۵۰۰ متري کې موقعیت لري، چې دهنه غوري ته یې فرهنګي او سیاحتي ارزښت ورکړی.
د جنګان چینې په اړه بیلابیل روایتونه شتون لري خو ددې سیمې عمر خوړلي کسان چې د مرګ په درشل ولاړ دي وایي، چې د جنګان چینې پخوانی نوم جمیان دی، چې په پخوا نیو زمانو کې ددې چینې په انګړ کې د جنیاتو شتون ثابتوي خو اوس ددې چینې نوم په جنګان بدل شوی او خلک یې په همدې نوم یادوي.
د دهنه غوري ۹۴ کلن سپین ږیري محمد هاشم وویل: «د جنګان په چینه کې د روسانو له یرغل وړاندې زیړ کبان وو، خو په دې چینه کې د سیلابونو د راتلو له امله د زیړو یا طلايي کبانو نسل ختم او یوازې تور نظري کبان په دې چینه کې شته چې څوک یې خوري نه، دا چینه لومړی په سنتي ډول جوړه شوې وه خو د سیلابونو تر راتلو وروسته بیا ما په نوې بڼه د سیمې خلکو جوړه کړه.»
عام باور دلته دادی چې که د جنګان د چینې کبان څوک وخوري زیان ور رسیږي نو ځکه یې نه څوک د نیولو هڅه کوي او نه هم د خوړلو.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ اوګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وایي، چې د جنګان چینه لرغونی او کلتوري ارزښت لري چې د اسلامي ا.ا په واکمنېدو او په دې سیمه کې د امنیت په ډاډمنېدو سره خلک دې چینې ته ورځي او د ښکلا تر څنګ یې د شته کبانو ننداره کوي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    ښه لیکنه ده، زما خو خوښه شوه. هغوی چې ملاحظه پکې لري، حق یې دی او دا ښه ګڼم چې تل منتقدان ولرو. د نقد ګټه دا ده چې لا به خپل کار ته زیات دقت کوو. اما زما اصلي سوال دا دی چې ښاغلی یون ولې ډېرې لیکنې نه کوي او یا یې نه خپروي. د دې لیکنې په لیدو یې ډیر خوشاله شوم. ستاسو د نورو لیکنو ته سترګې په لار یم.
    نصیب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب