شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه یوه لسیزه کې تر ۶۳ زره ډېر کډوال د مهاجرت په...

په یوه لسیزه کې تر ۶۳ زره ډېر کډوال د مهاجرت په لار کې مړه شوي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) د ملګروملتو د مهاجرت نړیواله اداره یا (IOM) پرون وویل، په تېرو لسو کلونو کې لږترلږه ۶۳ زره ۲۸۵ تنو له خپلو هیوادونو څخه د مهاجرت په لړ کې ژوند بایللی دی.

یوازې تېر کال (۲۰۲۳)، چې تر ټولو خونړی کال و، ۸ زره ۵۴۱ تنه کډوال د مهاجرت په لړ کې مړه شوي دي. تر ټولو ډېر یې په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، په سلو کې ۶۰ کډوال په سمندرونو کې د ډبېدو له کبله مړه شوي دي. اکثره دا ډول کډوال د خپلو بیړیو د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې په وینا، په تېرو لسو کلونو کې ۲۸ زره ۸۵۴ تنه د مهاجرت په ترڅ کې بې درکه شوي دي.

د مړیو شویو او بې درکه شویو کډوالو په درو کې یوه برخه هغه کډوال دي چې د افغانستان، میانمار، سوریې او ایتوپیا له جګړو تښتېدلي او هڅه یې کړې چې نورو خوندي هیوادونو ته لاړ شي.

ډېری افغانان ایران ته او یا له ایران څخه ترکیې او همداراز له ترکیې څخه یونان ته د تګ په لارو کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

خو په سمندرونو کې ډېری ډوب شوي کسان د لیبیا او نورو افریقايي هیوادونو وګړي دي چې بیړۍ یې د مدیترانې په سمندرګي کې د سمندر څپو لاندې کړي دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس په لاندې ویدیو کې د یوې افغان کورنۍ، چې عزیزان یې ډوب شوي دي، ویر لیدلی شئ.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب