شنبه, مې 18, 2024
Home+خلکو ولې پر نبیانو ایمان نه راوړئ؟

خلکو ولې پر نبیانو ایمان نه راوړئ؟

زبیر افغان

په قران کریم کې د نبیانو په اړه راغلو کیسو کې دا خبره شته چې خلکو تکذیب کړل (ال عمران: ۱۱، المائده: ۷۰، الانعام: ۵، ۳۴، الاعراف: ۹۲)، پوښتنه دا پيدا کېږي چې له انبیاؤ سره د الهي پيغام او حق دین باوجود څنګه خلکو له هغه انکار کاوه؟ زموږ د زمانې پر پيرانو او ډېرو داسې کسانو چې تقوا يې هم کمه وي، ناسم کارونه هم کوي، له خلکو مالونه هم اخلي، بیا هم خلک دومره عقیدت ورته لري چې په هيځ ډول نه ځنې بېلېږي، نو دغه کسان چې د هماغو نبیانو د تابعدارۍ په ادعا خلکو داسې محترم ګڼلي دي، پر دې نبیانو په خپل وخت کې څنګه ایمان نه راوړي او ردول يې، جنګونه يې ورسره کول؟

د قران کریم د تفسیر په دوران کې دا پوښتنه خورا ډېره مهمه ده، هسې هم نن سبا دا پوښتنه د شکمنو او نامسلمانو له لوري زیاته کېږي، نو د قران کریم په رڼا کې د همدې لپاره ځواب ښايي تر بل هر ځواب قانع کوونکی وي.

قران کریم د هغه پيغام لنډیز په ګڼو ځایونو کې بیان کړی دی چې نبیان له هغه سره قومونو ته ورغلي ول، زیاتره ځایونه الله تعالی داسې ویلي:

{ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ} [الشعراء: 108]. د الهي قانون په عملي کولو د ځان ساتنه وکړئ او زما اطاعت.

دغه ایت په قران کریم کې لس واره تکرار شوی دی، دغه د هغه پيغام لنډه یادونه ده چې هر نبي خپل قوم ته ور وړی و، قران کریم یوازې پر همدې اکتفا نه ده کړې، بلکې د قران کریم تګلاره تصریف ایات ده، هغه د ایاتونو په اجمالي او تفصیلي، په یوه جمله او بل عبارت را ګرځولو کوښښ کوي چې د مخاطبینو ذهن ته خبره ور ننباسي، دوی په پوه کړي، کله د واقعې یو پلو ذکر کوي کله بل، کله تفصیل ته ځي کله اجمال ته، کله پيغام یاد کړي، کله يې عذاب، پر دې ټولو که نظر وشي، نو دا ځواب ډېر اسانه کېږي چې له نبیانو سره يې قوم ولې د هغوی په پيغام نه مانه، په داسې حال کې چې وړاندې ورته عزتمند خلک ول، د صالح علیه السلام په اړه وايي:

{قَالُوا يَا صَالِحُ قَدْ كُنْتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَذَا} [هود: 62].

دوی ویل: اې صالحه! تر دې وړاندې موږ رښتیا هم تاته هیلې در لودې.

له دې ایت څخه ښکاري چې نبیانو په خپل قوم کې د قدر وړ ځای در لود، خلکو په اینده کې ورته هیلې در لودې، نو بیا څه وشول چې کله هغوی د نبوت دعوه وکړه خلکو يې مقابله وکړه؟

که مو فکر کړی وي، د نبیانو مقابله د زر او وزر خاوندانو کړې ده، قران کریم هم وايي:

{قَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ} [الأعراف: 60].

د نوح ع د قوم اشرافو وویل: زموږ په نظر ته حتمن بې لارې شوی يې.

دا خبره په قران کریم کې لس واره شوې ده چې اشرافو د دین مقابله کوله، خلک يې دین ته نه ایله کول او د نبیانو مقابلې ته دوی ولاړ ول.

نو نبیانو څه ډول پيغام ور وړی و، چې پر اشرافو بد لګېدی او له هغوی سره يې خبره نه منل؟ ایا نورو خلکو دا خبره منله؟ قران کریم بیا هم وايي:

{فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ} [هود: 27].

د نوح ع د قوم اشرافو منکرینو ورته وویل: ته هم زموږ په شان بشر يې، هغه کسان چې ستا پيروي کوي، هغوی زموږ کمزوري او کمعقل کسان دي، تاسو (په دنیاوي) لحاظ پر موږ هيڅ غوراوی نه لري، بلکې زموږ په نظر ستاسو ټوله مدعا اصلن دروغ ده.

بیا وايي:

{فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ} [يونس: 83].

پر موسی ع د هغه د قوم ځوانکیانو له دې ډار سره ایمان راوړی چې فرعون او له هغه سره ملګري د اشرافو ډله به يې په تکلیف کړي، رښتیا هم فرعون په ځمکه کې لويي کوله او هغه هيڅ ډول حدود نه منل.

دغه دواړه ایاتونه موږ ته وايي چې پر نبیانو ایمان راوړونکي هم په دنیاوي و مالي لحاظ کمزوري ول او هم به زیاتره ځوانان ول، دوی ځکه ورته وویل چې زموږ کمزوري او کمعقل وګړي پر تا را ټول دي، له دې امله دې دین او الهي پيغام ناسم دی، په دویم ایت کې هم راغلي دي چې د هغه د خپل قوم ځوانانو ایمان پر راوړی، زیاتره وخت انقلابي چارې ځوانان او هغه کسان مخته بیايي چې په ټولنه کې خلک په ښه حیثیت ورته قایل نه وي، له دوی څخه اصلن واکمنه او اشرافي طبقه د خطر احساس نه کوي، کله چې خبره وکړي، پر خاندي:

{فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ} [المؤمنون: 47].

فرعون او ورسره اشرافي ډلې يې وویل: ایا موږ پر داسې دوو کسانو ایمان راوړو چې ټول قوم يې زموږ غلامان دي؟

د مصر واکمنه طبقه د خپل رعیت د یوه کس په اړه دا خبره په داسې حال کې کوي چې له ورایه د هغه کم حیثیت ځنې ښکاري، د هغه د قوم کمتري ور ښکاره کوي، خپل لوړوالی ور ښيي، دا په ګوته کوي چې موږ څوک يو مقام مو څه دی او تاسو په کومه مرتبه کې یاست چې موږ ته دعوت راکوئ او موږ به په دغسې یوه حالت کې ستاسو خبرې ته اعتبار در کوو؟

دا یوازې د فرعون مثال نه دی، د هر بر قوم کسان د خپلو لاندې کسانو په اړه همدا نظر لري، هغه څوک چې ځانو ته اصیل وايي، هغوی حتا د ژوند حق هم یوازې ځانو ته ور کوي، لکه د جرمني نازیان، په ناحقه به يې هیوادونه لاندې کول یوه طبقه به يې وژل، هيڅ به يې د بشریت په سترګه نه ورته کتل.

د انبیاؤ په دعوت کې هغه خبرې وې چې د اشرافي طبقې نه خوښېدې، واکمنې طبقې ته يې د واک لاسونه ور لنډول، ټول بشر يې د احترام وړ بلل او په یوه صف کې يې درول غوښتل، قران کریم په ګڼو ځایونو کې دې ته اشاره کړې ده، وايي:

{وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ} [آل عمران: 49].

او زه تاسو ته خبر در کوم چې څومره خوراکي توکي خپله وخورئ او څومره د اړتیا لپاره په خپلو کورنو کې وساتئ، په دغه نظام کې د باور کوونکو لپاره د عبرت سترې نښې دي.

د عیسی علیه السلام له لوري دا لومړنۍ خبرې دي چې د قوم تر غوږ يې ور ور سولې، هغه لومړی ورته وايي چې زه نبي یم، د خدای پيغام مې راوړی، بیا ورته وايي: د همدې پيغام په رڼا کې ستاسو د شتو په اړه پرېکړه زما کار دی، څومره اندازه چې تاسو خورئ او څومره باید د اړتیا لپاره وساتئ، دا پرېکړه زه کوم، په ټولنه کې داسې نظام رامنځته کوم چې مالدار او غریب به ټول د همدې ټولنې د رفاه لپاره کار کوي، یوه طبقه به بله نه استثماروي، په دې سره به مړژواندې ټولنه را ژوندۍ شي، په هغوی کې پيدا شوي اجتماعي عیبونه به ختم شي، د ټولنې هغه استثمار شوې طبقه لکه هغه  ړانده چې له مور همداسې ړانده پيدا شي او د خپل چاپېریال په هيڅ نه وي خبر، دغه طبقه هم له خپلو حقوقو او هر څه ناخبره ساتل شوې، دوی ته به د خپلو وړتیاؤ د غوړېدا چانس برابر شي او په دې سره د ټولنې وضعیت جوړ شي او عزت و دبدبه به يې دومره لوړه شي تر اسمانه به ورسېږي، که تاسو زما پر خبرو باور کوئ نو بسم الله کړئ دغه نظام راځئ جوړ کړو هر څوک به عملن دا ټولې خبرې عملي وویني.

ښکاره خبره ده چې په دې پيغام کې د زر او زور خاوندانو ته واضحې سرې لیکې کش شوې دي، هغوی ته ویل شوي دي چې ستاسو د قانون پر ځای یو بل قانون باید عملي شي، هغوی ته ویل شوي دي چې د ټولنې ټول کسان د یوه خالق په وړاندې مسوول دی او د هغه قانون باید پر ټولو یو ډول جاري شي، مالداره طبقه به له استثمار څخه لاس اخلي، واکمنه طبقه به له خپل ظلم څخه لاس اخلي، مذهبي طبقه به خپل هر څه خواهشات د الهي دين تابع کوي، په دین په دنیا او جاه نه غواړي، دا پيغام له هغوی سره د ښکاره جنګ اعلان و، له دې امله د یهودو مذهبي، اشرافي او واکمنې طبقې پسې را پورته شوې او د هغه وژلو ته يې پلان جوړ کړ.

د داؤد علیه السلام په اړه وايي:

{ وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ (21) إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاءِ الصِّرَاطِ (22) إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ (23) قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ} [ص: 21 – 24].

او تاته د هغو دعوه دارانو خبره شوې ده چې په نامناسبه طریقه(داؤد ع) کور ته ورغلل، دوی چې دواؤد ع ته ورغلل، هغه انديښمن شو، دوی وویل: د اندیښنې خبره نه ده، زموږ یو له بل سره شخړه ده، ځینو مو پر نورو ظلم کړی، زموږ ترمنځ سمه پرېکړه وکړه، بې انصافي مه کوه، نېغه لار را وښیه، دغه زما ورور دی، نهه نوي (۹۹) اوزې لري او زه یوه اوزه لرم، دی راته وايي: ما ته يې راکړه او سختې خبرې يې هم راته وکړې. داؤد ع وویل: خپلې رمې ته ستا د یوې اوزې په غوښتلو يې ظلم درسره کړی دی او ډېری انسانان چې یوځای اوسي یا یو ځای کاروبار کوي، ځينې يې پر نورو ظلم کوي، مګر هغه څوک چې ایمان راوړي صالح اعمال کوي او دا کسان ډېر کم دي.

دغه ایت د هغې ټولنې څومره ښه تصویر وړاندې کړی دی، یو کس چې یوازې د ځان ژوندي ساتلو یوازينۍ وسیله لري او بل لور ته هغه شتمن چې رمې لري، شپونکیان لري، پر ټولنه اثر و رسوخ لري، د هغه بل کس یوې اوزې ته يې سترګې نیولې دي، دا ښايي تمثیل وي یا هم حقیقت، که تمثیل شي، نو پر دېوال د اوښتو له جملې يې هدف دادی چې وخت نه ګوري هر وخت بس دنیا ډېروي د بل حق خوري او د هیچا د حریم درناوی نه کوي، له ۹۹ اوزو يې هدف شتمني ده، د بل له يوې اوزې يې هدف مسکنت دی چې په دې ډول يې ښه انځورکړی دی، نظام داسې جوړ دی چې شتمن ورځ تر بلې شتمن کېږي او مسکین ورځ تر بلې غریبېږي، د هغه دا خبره چې ده ستا د اوزې په غوښتلو ظلم کړی دی، د هغه دنده په ګوته کوي چې هغه د دغه نظام پر خلاف کار کاوه، مګر په دې لار کې د هغه ملاتړي کم ول، ځکه يې ده یادونه هم کړې ده چې باور کوونکي او د نورو د نفعې فکر کوونکي کسان داسې نه کوي مګر هغه کم دي، د دې ټول نظام د بدلون لپاره د هغه پر اوږو یو لوی دروند بار پروت و، له دې امله هغه پوه شو چې ستر مسوولیت يې پر اوږو دی، نو پرېشانه شو او د خپل رب څخه يې د نظام د اصلاح او خپلې بریا لپاره مرسته وغوښته.

دا واقعن هم ډېر سخت کار دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې راغی هم يې د مکې مشرانو او اشرافو مخالفت کاوه، ابو جهل، ابو سفیان، ابو لهب، امیه بن خلف، ولید بن مغیره او دغه ته ورته اشراف، هغوی د دوی نظام د خپلو ځانو په تاوان بالی، د هغوی د دولت او واک دواړو لپاره دا یو کاري واری و، دوی دغه حکم منل د ځان بې عزتي بلله، له دې امله يې مرګ قبول کړ، خو دغه نظام ته يې سر ټیټ نه کړ.

قران کریم ورته وايي:

{لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ} [آل عمران: 92].

تر هغو تاسو نیکۍ نه شي کولای او هيڅکله يې نه شئ کولای چې تر ټولو خوښ شی پر ټولنه ونه لګوئ، هر شی چې تاسو يې نفقه کوئ، الله ښه علم په لري.

بیا ورته وايي:

{وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ} [التوبة: 34].

او هغه کسان چې سره او سپين ذخیره کوي د الله په لار کې(پر ټولنه) يې نه لګوي، د دردناکه عذاب زېری ور کړه.

قران کریم هغه څوک بد بللي دي چې سرمایه سره ټوله کړي، یوازې ځان په شتمن کړي، خلک استثمار کړي او دا هر څه يې په میراث تر هغه ظالم کس ته پاته شي، دغه نظام الله سخت غندلی دی(الفجر: ۱۵تر ۲۰)، قران کریم په اول سر کې د عبوري دورې لپاره د میراث او شخصي پانګې په اړه احکام ور کړي دي، مګر وروسته يې هر څه د الهي نظام په واک کې ور کړي، دا هغه نظام دی چې د زر او زور خاوندانو يې په مخالفت کې هر وخت لاسونه سره ور کړي دي، دوی که په خپل منځ کې هر څومره سره وران هم ول، خو د دې نظام لپاره يې اتحاد کاوه، ځکه دوی فکر کاوه چې د دغه نظام حاکمیت زموږ د ټولو د له منځه تلو په معنا دی، نو به يې خپلمنځي اختلافات هېر کړل او دغه مهم خطر ته به ټول سره یو لاس ودرېدل، لکه د خندق په غزا کې چې مختلفې ډلې ټپلې سره را ټولې شوې وې.

له انبیاؤ سره د مخالفت اصل سبب همدغه دی، د نن په اصطلاح هغوی پانګه وال نظام در لود او دوی يې پر ځای الهي نظام راوستی، داسې یو نظام چې ټولې منابع او ثروت به د نظام وي، خلک به د هغه تر چتر لاندې کار کوي، ټولو ته به دولت هر څه امکانات ور کوي او د ژوند سهولتونه به ورته برابروي، په دې سره به ظلم ختم شي، خلکو ته به رزق ورسېږي، منابع به یوازې یوه طبقه د خپلو ګټو لپاره نه کاروي. قران کریم وايي:

{قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الْإِنْفَاقِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ قَتُورًا } [الإسراء: 100].

ووایه: که له تاسو سره دالهي نمعتونو پرېمانه خزانې هم وي، نو تاسو به يې له ځانو سره وساتئ پر ټولنه به يې نفقه نه کړئ، رښتیا چې انسان ډېر زیات بخیل دی.

په دغسې یوه حالت کې که ټولنه پاته شي، نو ځنګل به وي، یو به له لوږې مري، بل به په مال ګاټي کوي، یو به د مریض د دوا لپاره هيڅ نه لري، بل به يې پالتو بې ګټې مصارف کوي، دا نن موږ په نړۍ کې هر څه په خپلو سترګو وینو، میلینونه انسانان له لوږې سره مخ دي، خو دوی په هسې پالتو شیانو په میلیاردونو ډالر لګوي، شتمن کسان د دې لپاره جنګونه جوړ کړي چې د هغوی په کمپنۍ کې جوړې شوې وسلې پکې مصرف شي او دوی ته يې ګټه ورسېږي، راشئ د بشریت د صنعتکارانو، سیاستوالو، ساینسپوهانو او د ۲۱ پېړۍ د رحم دِله شتمنو، اشرافو او وکامنو طبقو زړ سوي او له بشر سره خواخوږۍ ته سلامۍ وکړئ!!! لعنت دې يې پر دې بشریت پالنې، خواخوږۍ او انساني برابري!

که دا نن هم یو نبي له دغه پيغام سره راشي چې دا نړۍ ځنګل ده، دغه منابع د ټول بشریت لپاره دي، ستاسو درسره پانګه د ګرده بشریت در شریکه ده، ځمکې باندې لیکې تاسو په خپله کښلې دي، د هیچا نه ده هر چا ده، یو داسې نظام ته اړتیا ده چې بشریت شموله وي، پيغام يې د ګرده انسانیت خیرخواهي وي، نو څو سلنه خلک به د هغه په خوا کې ودرېږي او څومره کسان به يې مخالفت وکړي؟

که دا نن دغه پيغام ملاتړي نه لري، نو پرون هم عیني کیسه وه، د خپلې ډېرې وړې سرمايې لپاره له عقلي دلایلو تر مذهبي هر ډول دلایل د دې لپاره وايي چې د هغه وړه شتمني له خطر سره مخ نه شي، په داسې حال کې چې دغه الهي نظام د هیچا هيڅ له خطر سره نه مخوي، بلکې هر چا ته د هغه حق رسول غواړي، ښه ژوند ور ته غواړي، کار ور ته غواړي، سوکالي ورته غواړي، د دنیا او اخرت ښېګڼې ورته غواړي، برابري غواړي، عزت و احترام ورته پيدا کوي، د ټولو په مساوي توګه وړتیاوې غوړېدل غواړي، غلامي ورکول غواړي او ټول هغه کارونه چې د بشریت لپاره ګټور وي، د هر زیان رسونکي مخه نیسي، مګر هغه څوک چې د بل په وژلو کې خپله ګټه ويني، د بل په شر کې خپل تجارت ویني، د بل په نشه اخته کولو کې ځان ته روزي پيدا کوي، هغه به دغه نظام خوښ کړي؟

ځواب معلوم دی، که داسې نه وي، ولې د دغه ډول نظام لپاره دا ټول انسانان لاسونه نه سره ور کوي، ځکه یوه طبقه يې په تاوان بولي، هغوی غواړي د نړۍ شتمني یوازې د یو څو کسانو په لاس کې وي او هغوی په ګرده بشریت باندې نخرې وکړي، غلامان یې کړي او خپله ښه ژوند وکړي، عیش و عشرت وکړي، مزې و چړچې وکړي، بس خلاص.

۲۰۲۲/۱۰/۱۳

3 COMMENTS

  1. محترم ورور زبیر افغان صاحب
    الله رب العزت مو په قلم او عمر کی خیرونه نور هم ډیر کړه۰
    رښتیا هم کامل ایمان هغه څه دی چې انسانی مقام ورباندی معزز وی،د ادمیت رول ښه اداء کوی،
    هیڅکله هم انسان دی ته نه پریږدی چې دِ نورو د ضړر یا شر لپاره حتی فکر وکړی، مومن انسان تل زیار باسی چې الله ته په خپل عمل ورنږدی شی، هغه عمل چې اطاعت دِ اوامرو دِ الله او رسول الله بلل کیږی ،اسلام په هر څه چې امر کړی،هغی کی د بشریت ګټی نغښتی دی،ځکه دعلیم او حکیم
    خالق امر دی دِ مخلوق دِ عزت لپاره، او هر ځای کی چې بما انزل الله سره سم حکم ونشی، هلته فسق ،ظلم او کفری عمل مینځ ته راځی ،ټولنه، ملت او امت کی فساد ترویج کیږی او د تباهۍ مسیر کی وړاندی ځی ،چې موږ یی تقریباََ تیره دیرش کلنه تجربه لرو۰
    قومی ،تنظیمی یا حزبی او نور پر جاهلی تعصباتو متعفن طرز تفکر ټول د زر ، زور ، ظلم ،انحصار او فساد لپاره وسایل دی چې تر اوسه کارول شوی ،او نتایج یی هم دملی ګټو او ملت جوړونی سره تل
    متصادم راوتلی۰
    دبُن تیره شل کلنه معامله چې د افغانستان حکومت یی د ،فاسد ترین کشورهای جهان، ډله کی راووست ،او ځینی وزیران ،والیان ،جنرالان او نور یی میلیاردران شول؛مګر دا ټوله ملت وژنه د حفظ کرسی او زر
    لپاره ،عدم ایمانداری وه ،یواځی کامل ایمان او اسلام کولی شی ،د ملتونو او امت د تدریجی مرګ مخه ونیسی،خو دا هلته کیدای شی چې امرا او علما د امت خپل مسئولت اداء کړی۰

  2. تاسې ټول جاهل یاست پر دې خبرو ځانته روزي پيدا کوۍ ! ښځو ته حقوق نه ورکوۍ ! نړۍ چیرې ؟ انکشاف چېرې و اوس لا براتواري انسان جوړې دای شي او د نیوترونو په تجزیه کار رواندی انسانان فضا ته وختل تاسې د محمد په خوټو لګیا غول خوری !!

  3. زما د Lopar خبرې خوښيږي. د کلمو د انتخاب څخه پرته يي زه د پيغام سره همنطره يم. نورو انسانانو ته وګورئ او تاسو ځان ته چي ټول عمر د جاهله اعرابو داستانونو باندي بيځايه خاوري کوئ…
    د فکر، تحليل او انعکاس کولو ظرفيت پيدا کړئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب