Homeخبرونهټام ويسټ په متحده عربي اماراتو کې حامد کرزي سره ليدلي

ټام ويسټ په متحده عربي اماراتو کې حامد کرزي سره ليدلي

تاند:( پنجشنبه، د قوس اوولسمه) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ويسټ په متحده عربي اماراتو کې د يو شمېر نورو افغان سیاستوالو له لیدنو سربېره د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي.

خپله ټام ويسټ له حامد کرزي سره تر لیدنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د هغه په ګډون افغان سیاستوالو څخه ېې د افغانستان د خلکو غوښتنې واوريدې.

د ویسټ په وینا، افغان سیاسي څېرو د بېلابېلو لیدنو پر وخت له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځيو او نورو بشري حقونو د تامين تر څنګ د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو د پیل غوښتنه وکړه.

ويسټ د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، کرزي ته د لومړني بهرني سفر په زمينه برابریدو هم خوښي ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ټام ويسټ سره د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د ليدنې په اړه ويلي، چې د نجونو د زده کړو د زمينې برابرولو تر څنګ ېې د افغانانو نورې غوښتنې او د طالبانو ژمنې ورسره شريکې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...